د پنجشېر امنيه قومندانۍ وايي، د ياد ولايت د حصه‌ اول ولسوالۍ امنيتي ځواکونو درې تنه د څلورو غواګانو د غلا په تور نیولي دي.

سرچينه وايي، نيول شویو کسانو غلا شوې غواګانې له پنجشېر څخه کاپيسا ته بېولي او هلته یې په ۹۰ زره افغانيو پلورلي، چې اوس له يادو پيسو او يوه سوزکي موټر سره لاس په لاس نيول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تورنو کسانو د لومړنيو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی او له ارزونې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروسپارل شي.

ياده دې وي، چې پنجشېر کې د جنايي جرمونو کچه خورا ټيټه شوې او امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د لا مخنيوي لپاره یې هڅې‌ ترسره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version