د هرات ولایتي چارواکي وايي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د هرات او مشهد ترمنځ د مسافر وړونکي رېل تګ راتګ پیل شي.

د هرات ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پټلۍ د کارونې زیاتوالی نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخوي، بلکې د ټرانزیټي اسانتیاوو او د مسافرو د تګ راتګ په برخه کې هم مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا پرمختګ به افغانستان ته د اسیا او اروپا ترمنځ د نښلوونکې کړۍ په توګه لا زیات ستراتیژیک اهمیت ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version