د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت عنابه ولسوالۍ په ابدره سیمه کې د«ګرین ګارېنټ» قمیتي ډبرو کان کشف شوی.
سرچینه زیاته کړې، چې د دغه کان د مسلکي استخراج جواز سید رحیم په نوم یوه شخص ته ورکړل شوی دی.
د پنجشېر ولایت مقام ویلي، د «ګرین ګارېنټ» کان به د دغه ولایت د اقتصاد او کاني سکټور په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجشېر ولایت د کانونو په سکټور کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.
