د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د چین ولسمشر شي جېن‌پېنګ به د روان میلادي کال تر پای مخکې له نوموړي سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړي او ټینګار یې کړی، چې دغه لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو لپاره مهمه وي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي:«امریکا او چین د نړۍ تر ټولو پیاوړي هېوادونه دي او له یو بل سره ښې اړیکې لري.»

د یادونې وړ ده، چې د چین ولسمشر په وروستي ځل ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، امریکا ته سفر کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version