Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل
    سیاسي لیکني

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    عمران آغاعمران آغا7 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نږدې پنځه کاله وړاندې چې د جمهوري رژیم د پرځېدو کیسه لا نه وه بشپړه شوې، د جګړې په ډګر کې څو ماتې خوړليو سیاسیونو، د مقاومت تر نامه لاندې یوه نوې سیاسي او استخباراتي پروژه خلکو ته د بدیل، نجات او راتلونکي په نوم وړاندې کړه. هغه مهال د دوی تبلیغاتي اکاونټونو داسې انځوروله، چې ډېر ژر به افغانستان د یوه پراخ مقاومت شاهد وي، جبهې به سره یو ځای شي، نړیوال ملاتړ به ترلاسه شي او په هېواد کې به د قدرت معادله بدله شي. خو اوس چې پنځم پسرلی په تېرېدو دی، نه هغه وعده شوې ونې مېوه ورکړه او نه یې سیوری پاتې شو؛ بلکې د مقاومت خیالي ونه ورځ تر بلې رژېږي.

    وروستۍ بېلګه یې د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې غونډه ده، چې د افغانستان د وروستیو څلورو کلونو او راتلونکي په اړه جوړه شوې وه. د مقاومت ډلې د بهرنیو اړیکو مسئول میثم نظري پکې حضوري ګډون کړی و او احمد مسعود آنلاین وینا ورته کړې ده. مسعود خپلې کلیشه‌يي خبرې تکرار کړې او پلویانو یې دغه ناسته ګټوره او معناداره وبلل.

    دوی د عملي حضور پر ځای، خپل سیاسي وزن د هوټلونو، انستیتوتونو او پوهنتونونو په سمینارونو ثابتوي. دوی نه غواړي بېخي نوم ورکي شي، وخت ناوخت په عادي او غیر رسمي ځایونو کې خپل حضور ښيي. داسې ښکاري لکه د افغانستان د میدان پر ځای یې چې د کنفرانسونو سټېجونه د مقاومت د اثبات لپاره معیار ګرځولی وي. همدا ټیټ معیارونه ښيي چې دغه ډله څومره ضعیفه او ناتوانه ده.

    د نړۍ استخباراتي سازمانونه، یا عموماً هېوادونه پر هغو ډلو حساب کوي، چې یا ولسي ریښې ولري، یا منظم سیاسي جوړښت او یا په میدان کې د بدلون توان ولري. یوازې په اکسفورډ، واشنګټن یا اروپايي تالارونو کې وینا کول، اخطار ورکول او کلیشه‌يي شعارونه بدرګه کول د قدرت معادله نه بدلوي. همدا دلیل دی، چې خلکو ته سوال پيداکېږي: که پنځه کاله وروسته هم د مقاومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه یو سمینار، آنلاین وینا او څو عکسونه وي، نو بیا د هغه ادعا شوي نفوذ نښې چېرته دي؟

    بل مهم حقیقت دا دی، چې مقاومت ‌ډلې خپله د یووالي ادعا هم ونه ساتله. هغه ډله چې ځان یې د ټولو مخالفو جبهاتو ګډ کور باله، تر ټولو ډېره د انشعاب ښکار ګرځېدلې ده. د حامد سیفي جلا کېدل یوازې د یو فرد شخصي اختلاف نه دی؛ بلکې دا یو شور دی، چې له داخله بهر ته وځي، دا د قدرت پر سر ستره لانجه ده، دا د مدبر مدیر خالیګاه ده، چې ورو، ورو د مقاومت د جوړښت له منځه سر راپورته کوي او ښکاره کېږي. کله چې یو حرکت لا د قدرت تر ترلاسه کولو وړاندې په خپل منځ کې د رقابت، بې‌ اعتمادۍ او تجزیې ښکار شي، نو راتلونکی یې لا مخکې اټکل کېدای شي چې له منځه به ځي.

    د مقاومت ډلې تېر ایستونکي تبلیغات نور د خلکو احساسات نه شي پارولای. ځکه ولس د شعار او واقعیت تر منځ واټن په خپلو سترګو ویني. خلک ګوري چې هر کال نوې غونډې کېږي، نوې اعلامیې او مرکې خپرېږي، خو د عمل په ډګر کې هماغه پخوانۍ ناتواني حاکمه ده. دا دی پنځم پسرلی روان دی او د پای ته رسېدو په لور یې ورځې تېرېږي، خو مقاومت ډله د هرې ورځې په تېرېدو، د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسلام‌ کلا بندر کې د بې ‌کیفیته توکو دوه محمولې مسترد شوې
    راتلونکي مقاله پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    مربوطه لیکنې

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026

    د خيالي مبارزې دوام؛ د مخالفینو په آنلاین کنفرانسونو کې څه دي؟

    4 جون 2026

    د پاکستان او د مقاومتي جبهو ترمنځ څه روان دي؟

    3 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 7 جون 2026

    د امریکا اوهایو ایالت کې وسله‌واله نښته شوې؛ ۱۲ تنه ټپیان دي

    راپورونه وایي، د امریکا اوهایو ایالت په «ټولیډو» ښار کې وسله‌واله نښته شوې، چې له…

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا اوهایو ایالت کې وسله‌واله نښته شوې؛ ۱۲ تنه ټپیان دي

    7 جون 2026

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،206 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.