نږدې پنځه کاله وړاندې چې د جمهوري رژیم د پرځېدو کیسه لا نه وه بشپړه شوې، د جګړې په ډګر کې څو ماتې خوړليو سیاسیونو، د مقاومت تر نامه لاندې یوه نوې سیاسي او استخباراتي پروژه خلکو ته د بدیل، نجات او راتلونکي په نوم وړاندې کړه. هغه مهال د دوی تبلیغاتي اکاونټونو داسې انځوروله، چې ډېر ژر به افغانستان د یوه پراخ مقاومت شاهد وي، جبهې به سره یو ځای شي، نړیوال ملاتړ به ترلاسه شي او په هېواد کې به د قدرت معادله بدله شي. خو اوس چې پنځم پسرلی په تېرېدو دی، نه هغه وعده شوې ونې مېوه ورکړه او نه یې سیوری پاتې شو؛ بلکې د مقاومت خیالي ونه ورځ تر بلې رژېږي.
وروستۍ بېلګه یې د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې غونډه ده، چې د افغانستان د وروستیو څلورو کلونو او راتلونکي په اړه جوړه شوې وه. د مقاومت ډلې د بهرنیو اړیکو مسئول میثم نظري پکې حضوري ګډون کړی و او احمد مسعود آنلاین وینا ورته کړې ده. مسعود خپلې کلیشهيي خبرې تکرار کړې او پلویانو یې دغه ناسته ګټوره او معناداره وبلل.
دوی د عملي حضور پر ځای، خپل سیاسي وزن د هوټلونو، انستیتوتونو او پوهنتونونو په سمینارونو ثابتوي. دوی نه غواړي بېخي نوم ورکي شي، وخت ناوخت په عادي او غیر رسمي ځایونو کې خپل حضور ښيي. داسې ښکاري لکه د افغانستان د میدان پر ځای یې چې د کنفرانسونو سټېجونه د مقاومت د اثبات لپاره معیار ګرځولی وي. همدا ټیټ معیارونه ښيي چې دغه ډله څومره ضعیفه او ناتوانه ده.
د نړۍ استخباراتي سازمانونه، یا عموماً هېوادونه پر هغو ډلو حساب کوي، چې یا ولسي ریښې ولري، یا منظم سیاسي جوړښت او یا په میدان کې د بدلون توان ولري. یوازې په اکسفورډ، واشنګټن یا اروپايي تالارونو کې وینا کول، اخطار ورکول او کلیشهيي شعارونه بدرګه کول د قدرت معادله نه بدلوي. همدا دلیل دی، چې خلکو ته سوال پيداکېږي: که پنځه کاله وروسته هم د مقاومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه یو سمینار، آنلاین وینا او څو عکسونه وي، نو بیا د هغه ادعا شوي نفوذ نښې چېرته دي؟
بل مهم حقیقت دا دی، چې مقاومت ډلې خپله د یووالي ادعا هم ونه ساتله. هغه ډله چې ځان یې د ټولو مخالفو جبهاتو ګډ کور باله، تر ټولو ډېره د انشعاب ښکار ګرځېدلې ده. د حامد سیفي جلا کېدل یوازې د یو فرد شخصي اختلاف نه دی؛ بلکې دا یو شور دی، چې له داخله بهر ته وځي، دا د قدرت پر سر ستره لانجه ده، دا د مدبر مدیر خالیګاه ده، چې ورو، ورو د مقاومت د جوړښت له منځه سر راپورته کوي او ښکاره کېږي. کله چې یو حرکت لا د قدرت تر ترلاسه کولو وړاندې په خپل منځ کې د رقابت، بې اعتمادۍ او تجزیې ښکار شي، نو راتلونکی یې لا مخکې اټکل کېدای شي چې له منځه به ځي.
د مقاومت ډلې تېر ایستونکي تبلیغات نور د خلکو احساسات نه شي پارولای. ځکه ولس د شعار او واقعیت تر منځ واټن په خپلو سترګو ویني. خلک ګوري چې هر کال نوې غونډې کېږي، نوې اعلامیې او مرکې خپرېږي، خو د عمل په ډګر کې هماغه پخوانۍ ناتواني حاکمه ده. دا دی پنځم پسرلی روان دی او د پای ته رسېدو په لور یې ورځې تېرېږي، خو مقاومت ډله د هرې ورځې په تېرېدو، د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


