د جمهوریت له پرځېدو وروسته، سره له دې چې په افغانستان کې شته ګوندونه د بدنامې سابقې او د خلکو لپاره د ګټور نه ثابتېدو له امله منحل شول، خو د افغانستان له پولو بهر بدنامو جنګ‌سالارانو او نورو تښتېدلو کسانو هره ورځ تر ښایسته خو خیالي نومونو لاندې نوې ډلې، ګوندونه او شوراګانې جوړې کړې.

د مقاومت شورا هم له همدې شوراګانو څخه یوه ده، چې د جمهوریت له سقوط وروسته د نوي حکومت پر ضد د مخالفینو د یوځای کولو په نوم رامنځته شوه؛ خو نه‌ يواځې چې اختلافات یې کم نه کړل، بلکې ورځ تر بلې یې پر غړو کړۍ نوره هم تنګېږي.

لکه څنګه چې د دې شورا له نومه ښکاري، د «افغانستان د ژغورنې» تر شعار لاندې راڅرګنده شوه؛ خو دا لا هم روښانه نه ده چې د دوی له نظره د افغانستان ژغورنه څه معنی لري؟ په رښتیا افغانستان له څه شي ژغوري؟ له هغې خپلواکۍ چې تر شل کلن اشغال وروسته ترلاسه شوه؟ که له هغه امنیت څخه چې له اوږدو کلونو وروسته په دې خاوره کې ټینګ شو؟ او که غواړي افغان ولس له هغو ارامو شپو او ورځو وژغوري چې اوس یې تېروي او بېرته یې د جمهوریت د دورې تورو او ترخو شپو ته ستانه کړي؟

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د دې شورا فعالیت هم د نورو تښتېدلو بیلابېلو ډلو په څېر یوازې تر آنلاین ناستو، اعلامیو او بیانیو پورې محدود دی. هر کله چې کومه پېښه رامنځته شي، نو د دې لپاره چې خپل محدود او غولېدلي پلویان راټول وساتي او ځان ويښ وښيي، په لويو ټکو لیکل شوې اعلامیې خپروي.

وروستۍ بېلګه یې دا ده چې یادې شورا په ایران کې د ولسي اعتراضونو په اړه غبرګون ښودلی او د ایران حکومت او ولس ته یې د لارې نقشه ټاکلې ده. د دې اعلامیې په منځ کې هغه برخه تر ټولو ډېره د پام وړ ده چې پکې ویل شوي: «افغان ولس د بهرنیو لاسوهنو تجربه لري؛ دا لاسوهنې نه ثبات راولي او نه ارامي، بلکې کړکېچ لا ژوروي.»

اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ولې د بهرنیو لاسوهنو په ډګر بدل شو؟ ایا دا د همدې کسانو او د هغوی د ملګرو کار نه و چې په نورو هېوادونو کې یې چیغې وهلې او له پردیو قدرتونو یې غوښتنه کوله چې پر افغانستان برید وکړي؟ ایا دا احمدشاه مسعود نه و چې د اروپا په پارلمان کې یې، یوازې د خپلو او څو نورو بدنامو کسانو د ګټو لپاره، افغانستان د ترهګرو(!) پټنځای وباله او نړۍ ته یې ګواښ وکړ چې که پر افغانستان برید ونه کړئ، وروسته به پښېمانه شئ؟

هو! همدا کسان وو چې د اشغال له پیله تر وروستۍ ورځې پورې د پردیو ترڅنګ ولاړ وو، نه‌ یې خپلو مقدساتو ته درناوی درلود او نه‌ یې د خپل ولس د وینې ارزښت پېژانده. سربېره پر دې، هر یو یې د خپلو شخصي ګټو لپاره د یو بهرني هېواد خدمت کوه؛ یوه له ختیځه هدایت اخیست او بل له لوېدیځه.

که افغان ولس د بهرنیو لاسوهنو تریخ خوند څکلی، نو یوازې د همدې وطن‌ پلورونکو له امله و؛ هماغه لاسوهنې چې کلونه کلونه یې دا ولس له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره مخ کړ. له ناامنۍ او فساد نیولې، تر غلا، وژنې، لوټ او چور پورې، چې په ډېرو کې یې بیا هم د همدې کسانو نښې ښکاري، ځکه د دوی ګټې له همدې لارو خوندي کېدې.

له شک پرته، لکه څنګه چې ټوله نړۍ پرې خبره ده، د دغو جنګ سالارانو د واک‌ غوښتنې په دوره کې د ټولو کړاوونو او بدبختیو مسؤلیت د همدوی په غاړه دی، نه د بل چا. خو دا چې ولې تر اوسه هم د خپلو تېروتنو منلو ته غاړه نه ږدي، دلیل یې دا دی چې که داسې وکړي، نو همدا لږ کسان به هم ترې واوړي چې لا تر اوسه ورسره ولاړ دي؛ دوی به ډېر ژر د تاریخ د کثافاتو ډنډ ته ولوېږي.

څنګه له داسې کسانو تمه کېدای شي چې د افغان ولس پر وړاندې د خپلو ناسمو کارونو مسؤلیت ومني، حال دا چې لا هم شپه او ورځ هڅه کوي د پردیو په خدمت کې واوسي او د هغوی تر سیوري لاندې بېرته هېواد ته را ستانه شي، څو یو ځل بیا د دې ولس خوښي په وینو او اوښکو بدله کړي.

خو اوس به افغانستان ته را ستنېدل دوی حتی په خپلو تورو خوبونو کې هم ونه ویني، په رښتیا کې خو بیخې لیرې ده؛ ځکه افغان ولس تر بل هر وخت ډېر د دوی اصلي څېرې پېژندلې دي او حتی د نومونو له اورېدو یې هم کرکه لري، نو بېرته راتګ خو دې یې لا پر ځای پاتې وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version