په بهر کې مېشتې افغان ضد کړۍ، د سرپرست حکومت مخالفین او بېلابېل نور جریانونه د درې کلنو توطيو په دوام، دا ځل هڅه کوي چې بهرنیانو او همدا راز په افغانستان کې دننه خلکو ته داسې وښيي، چې ګواکې سرپرست حکومت د خپل منځي اختلافاتو او ګډوډیو له امله پاشل کېږي؛ دوی همدې خبرې ته ناست دي او په اساس یې ډول، ډول فرضیې وړاندې کوي.
دوی د دې ناسمې فرضیې له مخې کله دومره په خپلو خوبونو او مجازي نړۍ کې ډوب وي، چې ځانونه یې آن په افغانستان کې تر دوهم ځلي واکمنۍ پورې پکې رسولي وي؛ د خپلې خوښې ژوند، حکومتولي او چارې یې روانې کړې وي او په همدې خیالي نړۍ او سوچونو کې یې ډېرو خلکو خبره هم منلې وي او په عامه اصطلاح میدان د دوی آس ځغلونې ته خالي وي.
په پیل کې خو دوی هر څه له خپلو عینکو ویني او داسې فکر کوي چې همدا هر څه سم دي او عیني واقعیتونه دي. دوی په خپله د بحران په اوج کې دي، خپل منځي اخ و ډب او اختلافات یې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي، د دوی په منځ کې او پر دوی د باور او اعتماد په نوم هېڅ څه نه دي پاتې، له هېواده تښتېدلي، عام ولس رټلي او بهرنیانو هم پرې خپل باور له لاسه ورکړی. دوی خپل دغه له منځه تللي حیثیت ډېر سرګردانه کړي، هرې خوا ته منډې وهي، خو هېڅ هم لاس ته نه ورځي، بلکې لا نور پسې د زوال پر لور روانېږي او عملاً د پاشلتیا پر پوله ولاړ دي.
دوی فکر کوي، چې ګواکې همدا وضعیت په وطن کې دننه هم دی، خو د دوی دا فرضیه او بلکې د فرضیو اساس له سره ناسم دی، ځکه اوسنیو چارواکو له یوې خوا خلکو ته آزادي ګټلې، ارامي یې ورته راوستې، خلک یې د زورواکانو، ټوپک سالارانو، جنګ سالارانو او پاټک سالارانو له ظلمونو او نادودو خلاص کړي او له بلې خوا یې له وطن څخه د کرکې، تعصب، بدبینۍ، دښمنیو، تجزیې، عقدو او بې باکیو هغه دامونه هم ټول کړي، چې همدې تېرو واکمنو غوړولي وو، ولس یې په څو لومو کې راګیر کړی وو او د ژوند هر ډول ارام او سکون یې ترې اخیستې وو.
بله خبره دا ده، چې دوی استدلال کوي چې ګواکې اوسنی سرپرست حکومت باید وپاشل شي، ترڅو د دوی په باور هرڅه به سم شي او افغانستان به ګل او ګلزار شي، دوی هڅه کوي چې عام ولس او بهرنیانو ته همدا ناسم ذهنیت ور پېچکاري کړي، خو دوی په دې نه پوهېږي چې عام ولس دلته د پردیو نظامونو، داخلي ګډوډیو، خپلسریو، ملوک الطوایفي او د واک د جزیرو خوند څکلی او هیڅکله بیا د هغه وخت د بېرته راتګ حسرت نه غواړي. دوی ولیدل چې د خپل قوي مرکزي نظام په نشتون او دغه راز د ډلو ټپلو، ګوندونو او د واک د جزیرو په شتون کې پر دوی څه تېر شول، د دوی هغه هر څه په یاد دي، چې نه یې مال خوندي و، نه سر، نه ناموس او نه هم عزت.
ولس دغه راز ولیدل چې د پردیو له خوا په تپل شویو او تحمیل شویو نظامونو کې دلته څه روان وو، دلته د دوی ارزښتونه څنګه مسخره شول، دلته د آزادۍ غوښتلو لپاره څومره بمونه واورېدل، د یوې حق خبرې لپاره څومره شکنجه شول، څومره په زندانونو کې واچول شول او څومره وربړول شول. دوی په دې ښه پوهېږي چې د پردیو له خوا په تپل شویو نظامونو کې پر دوی څوک او د څه لپاره حاکمان شوي وو او څومره د ولس په درد خبر وو.
دوی باید لومړی له سره خپله فرضیه سمه کړي، باید له خپلو عینکو افغانستان او د افغانستان اوسني وضعیت ته ونه ګوري، باید فکر ونه کړي چې بیا به ولس په دا ډول ساده لوحو خبرو او دروغو تېرباسي، ولس اوس د زمانې تر ډېرو نادودو راوتلی او اوس په هر څه پوه شوی. ولس اوس پوهېږي چې د دې آزادۍ او خپلواکۍ بیه څومره لوړه او ثمره یې څومره خوږه ده، ځکه نو نه غواړي چې بیا یې د څو پرديپالو او پرديو ګټو ته ژمن کسانو په تېر ایستونکو شعارونو او دروغو معامله کړي، ولس اوس د دې شته نظام، آزادۍ، سوکالۍ او هوساینې د ساتلو لپاره سر په لاس ولاړ دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.