ازبکستان ته د سرپرست حکومت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا د ازبکستان د مرکزي بانک له رئیس تیمور اشمتوف سره ځانګړې لیدنه کړې.

د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې، ‏په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د بانکي لیږدونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ظرفیت لوړونې، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارونې او د اداینزو سیستمونو د نښلونې او پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version