https://hindukushpa.com/wp-content/uploads/2024/08/VID-20240825-WA0009.mp4

په کاناډا کې د تير جمهوريت يو نظامي په لاندي ويډيو کې د تېر جمهوريت ټول مشران او جنرالان ښکنځلي او وايي چې موږ دلته کاناډا کې لوښي او سپي مينځو.

د همدې اشرف غني، کرزي، شر او فساد لارویانو، وکيلانو او نورو د تېر جمهوريت لارويانو په امر يې وطن لوټې، لوټې کړ او افغان ځوانان يې په ټانګونو پوري وتړل.

د تېر جمهوريت مشرانو ښه ډالر ټول او نن سبا هر يو په خارجي هېوادونو کې د خپلې کورنۍ سره په مزو کې دي؛ هغه ځواکونه يې چې شل کلونه يې د افغانانو مقابل وجنګول نن پرې په کاناډا کې سپي مينځي، لوښي پرې مينځي او داسي د ذلت ژوند يې دی چې بيخي د سړي په سترګه نه ورته کتل کېږي.

د يرغلګرو او نا اهله مشرانو وفا هم همدا وي لکه له دوی څخه چې يې کار واخيست او وروسته يې وشړل، سپي پرې مينځي.

افغانان غيور ولس دی ځکه خو د هر يرغل مخالف درېدلی، اما دغسي غلامان چې د افغان ولس وژل، شکول، ناموس ته يې په بده کتل، يرغلکرو ته په نڅا وو همدغسي آنجام ورسره ښايي.

هغوی چې اوس هم د مقاومت نعرې د څو ډالرو لپاره وهي يو ځلي د تېر جمهوريت د خپلو کرایي پوځیانو حال واخلي چې څنګه ژوند يې دی او څه ورسره وشول یا ورسره کېږي!

له دې مخکې هم ورته ویډیوګانې بار-بار خپرې شوې چې پکې د غرب له رویې او ژوند سخت شکایتونه کوي او په خپلو تېرو کړو پښیمانتیا ښایي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version