د هرات د صنعت او کانونو خونې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چوک د رغولو خبر ورکړی دی.

د هرات د صنعت او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم ویلي چې په دغه ولایت کې د برادران مهمند غذایي شرکت له لوري د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

ورته مهال د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي هم د هرات ښار د ښه والي او ښکلا په موخه په ساختماني برخه کې د خصوصي سکتور له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version