په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروگرام(WFP) وايي، په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د ککړو ماشومانو شمېر درې برابره ډېر شوی دی.


یادې ادارې پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، پر خوارځواکۍ ککړ ماشومان ورځ تر بلې په روغتیايي مرکزونو کې داخلېږي.

د پروسږکال په پرتله په افغانستان کې درې برابره ماشومان پر خوارځواکۍ ککړ شوي، چې د وضعیت د خرابېدو لوی لامل د مرستو کمېدل دي.


یاد سازمان ویلي، د کابل په روغتونونو کې د نورو بستر کېدونکو ماشومانو لپاره ځای نشته او ورځ تر بلې دغه شمېره مخ پر زیاتېدو ده.


د خوړو نړیوال پروگرام څو اوونۍ وړاندې خبرداری ورکړی و چې په روان کال کې به ۳ مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.


د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام وايي، اوسمهال په افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونو لاسنیوی کوي؛ خو په افغانستان کې تر ۲۵ مېلیونه ډېر وگړي د خوراک لپاره په کافي اندازه خواړه لري او له نیمايي ډېر افغانان له لوږې او سختۍ سره لاس او گرېوان دي.


تېره اوونۍ ځینو هېوادونو له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو مرستې اعلان کړی و.


فقر، روغتیايي نا خوندیتوب، ټولنیز او کلتوري ناوړه رواجونه، جگړې، کډوالي، د هستوگنې نشتوالی، دودیز خرافات،، د ناروغیو مخنیوي روغتیايي اسانتیاوو نه شتون او گڼ نور موارد شته، چې په ټولنه کې خوارځواکي رامنځته کېږي او د ټولنې فقیره طبقه بیا له دې امله ډېره اغېزمنه او کړېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version