د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د ۱۶مې حوزې د ۲۱م او ۲۲ گذر اړوند د قلعه احمدخان په سیمه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پروژې د خلکو د ستونزو د حل او ښاریانو ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملگرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې چې، په ۲۱م گذر کې کوڅې (۱۱۴۸) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۴) مترو پورې سور او په ۲۲م گذر کې فرعي سړک چې، (۱۱۶۱) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، په ټولیزه توگه د (۱۵) مېلیونه افغانیو په لگښت د (۵) میاشتو په موده کې جوړ شوي او د دغو پروژو له لارې هره ورځ (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، د يادو فرعي سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شوې او په راتلونکې کې به له ښاري اسانتیاوو څخه په محرومو سيمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې سلگونه پروژې یې تر کار لاندې دي، چې په نږدې وخت به یې د ځینو پروژو کارونه بشپړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version