د ډيلي ميل ورځپاڼه په خپل يوه راپور کې ليکي چې په انګلستان کې د سرطان پيښې ورځ تر بلې په بې ساري ډول ډېرېږي، او په انګلستان کې هره ورځ شاوخوا زر کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کيږي.
د يادې ورځپاڼې څيړنې وايي د ۲۰۲۲ په پرتله په انګلستان کې سږ ۲۰۲۴ کال په سړيو کې سرطان ۷ سلنه او په ښځو کې بيا ۲ سلنه زيات شوی دی.