د افغانستان ـ ایران د سوداگرۍ، صنایعو او کرنې گډه خونه وايي، په ایران کې تر ټولو ډېره پانگونه افغان پانگه‌والو کړې، چې ارزښت یې درې مېلیارده ډالرو ته رسېږي.

د دې خونې مسوولین وايي، په ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانانو دي او دوی په دې هڅه کې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگریزې اړیکې لا پراخه کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا له افغان پانگه‌والو غوښتي، چې خپلې پانگې افغانستان ته راولېږدوي او په خپل هېواد کې پانگونه وکړي.

د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وايي، له ټولو سوداگرو او پانگه‌والو مو غوښتنه ده، چې خپلې پانگې د هېواد دننه راولېږدي او د پیاوړي افغانستان د پرمختگ لپاره یې وکاروي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونه هم له افغان پانگه‌والو غواړي، چې خپلې پانگې هېواد ته راولېږدوي او په هېواد کې د لوږې، بې‌کارۍ او ځوانانو ته د یوې سالمې بوختیا کې خپله برخه واخلي.

له دې وړاندې د سوداگرۍ وزارت هم ویلي، چې افغان سوداگرو په ترکیه، متحده عربي اماراتو او پاکستان څه‌باندې ۱۵۰ مېلیارده ډالر پانگونه کړې.

که څه هم افغان حکومت اوس‌مهال کورنیو او بهرنیو پانگه‌والو ته گڼې اسانتیاوې برابرې کړې؛ خو لا هم گڼو افغان پانگه‌والو په هېواد کې د پانگونې پر ځای نورو هېوادونو ته مخه کړې او هلته یې پانگونه کړې ده.

اوس‌مهال په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانگه‌والو ته غټه ستونزه د برېښنا نشتوالی دی او د کارخونو مسوولین ۲۴ساعته برېښنا نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version