په بلخ ولایت کې د قوش تېپې کانال ځایي مسولین وایي، چې د دغه کانال د دویم فاز د کېندلو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پر مخ تللي.

نوموړی زیاتوي، چې د قوش تیپې کانال د دویم فاز د کېندلو چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ملي پراختیا شرکت د مسوولینو په خبره دا مهال د قوش تېپې کانال پر دویم فاز سربېره د کانال لومړي فاز اړوند د سربند جوړولو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي او تر دې مهاله یې ۵۳ سلنه چارې سر ته رسېدلي دي.

قوش تیپې کانال د افغانستان لپاره یوه حیاتي پروژه ده، چې له جوړېدلو سره به یې د غلجاتو په برخه کې افغانستان خود کفایي په لور لاړ شي.

مسولین وایي، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به ۵۵۰ زره هکتاره نوره کرنیزه ځمکه ایجاد شي او افغانستان به د غله جاتو په برخه کې په یوه صادروونکي هېواد بدل شي.

د قوش تيپې کانال ټولټال ۲۸۵ کيلومتره اوږدالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸ نيم متره ژوروالی لري؛ چې له بلخ ولايت څخه پيل او د فارياب “اندخوی” ولسوالۍ ته رسيږي. ياد کانال به د ۵۵۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version