محمد خوږیاڼی

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل څخه د جمهوریت د وخت چارواکي او د امریکا گوډاگیان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته وتښتېدل.

ځینو یې هملته ارام ژوند غوره کړ؛ خو د ځینو په کولمو کې بیا چینجي را پیدا شول او پر افغانستان یې اوسنی امن او ارامي نه لورېږي او د مقاومت او بغاوت په نومونو راپورته شوي دي.

په دغو بغاوت کوونکو کې ډېری د شمال ټلوالې غړي دي. شمال ټلواله له پیله تر اوسه د افغانستان لپاره ناسور وه/ده.

د دې ډلې له مشرانو نیولې تر کشرانو پورې ټول د بهرنیو هېوادونو د استخباراتي ادارو سره کار کوي او یوه په عامه اصطلاح د پردیو مزدوران دي.

د دوی جاسوسۍ ثبتونو باندې خپله بهرنیو لیکوالو هم کتابونه لیکلي دي. د گیري سي شرون کتاب(سي ای اې په پنجشېر کې) کتاب که ولولئ، نو تاسې به پوه شئ چې د قسیم فهیم، امرالله صالح، عبدالله عبدالله، احمدضیاء مسعود، یونس قانوني، محمد عارف سروري، برهان الدین رباني، صلاح الدین رباني، عطاء محمد نور، اسمعیل خان او نور…چې دوی څومره د افغانستان دُښمنان او د پردیو څارگر دي.

په تاجیکستان کې د افغانستان د تېرې ادارې سفیر محمد ظاهر اغبر د روان ۲۰۲۴ز د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د (سامنیان) په نامه یوه لېسه جوړه کړه.

په ظاهره خو دغه لېسه ده او د زده‌کړې مرکز گڼل کېږي؛ خو په پټه د فحاشۍ، د داعش د جلب او جذب مرکز او د موسیقۍ مرکز دی.

په دغه لېسه کې پېغلې او ځوانان گډ کېني او د درسو پر ځای پکې خلک داعش او د شر او فساد ډلې لپاره جذبېږي.

تاجیکستان کې په فحاشۍ بندیز نشته، بلکې په لمانځه او د اسلامي ارکانونو په کولو بندیز دی.

دغه لېسه اوس د نفسي خواهشاتو د پوره کولو په مرکز بدله شوې ده.

ښوونکي د دې پر ځای چې ځوانانو ته پکې تدریس وکړي، ځوانان پکې داعش، د شر او فساد ډلې ته د جذبېدو او د دوی د جنسي غوښتونو د پوره کېدو ورته ویل کېږي.

نجونې هم د زده‌کړو پر ځای نورو کارونو ته هڅول کېږي.

نجونې هلته د روزنې وروسته افغانستان ته رالېږل کېږي، څو په افغاني ټولنه کې هم فحشاء عامه کړي او هم د شر او فساد ډلې د غړو جنسي غوښتنې ور پوره کړي.

هندوکش غږ ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې دغه تش په نوم لېسه نه، بلکې د جنسي کاروبار، د داعش د جلب او جذب مرکز، د شر او فساد ډلې ته د ځوانانو د جذب ځای دی.

اوسني افغان حکومت ته پکار ده چې خپل دښمنان او هغه هېوادونو سره خپلې سرې کرښې معلومې کړي، چې زموږ دښمنانو ته په خپل کور کې ځای ورکوي او اسانتیاوې هم ورته برابروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version