د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د سږني اختر لپاره یې ځانگړي ترتیبات نیولي دي.

د یاد ریاست د کلتور او گرځندوی امر منیب الله شاکر وايي، د اختر په شپو ورځو کې یې د سیلانیانو لپاره د لارښوونې ډلې گمارلې دي.

د شاکر په خبره، کونړ چې د دنگو غرونو، څپانده سیندونو، د پاکې هوا او شنو درو ټاټوبی دی الله جل جلاله پرې هر ډول طبيعي ښکلاوې لورولي، د اختر په شپو ورځو کې ورته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو نه هېوادوال د سیاحت لپاره راځي.: «د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ورته د اسانتیاو برابرولو ترڅنگ د سم پوهاوي او لارښوونې ډلې گمارلې دي، ترڅو دې ولایت ته راتلونکي سیلانیان په سمه توگه د ستونزو پرته د هغو سیمو لیدنه وکړي چې په تکل يې راغلي وي.»

پرو کال د لوی او کوچني اختر په شپو ورځو کې دې ولایت ته ۱۳۰ زره هېوادوال د نورو ولایتونو نه او ۱۷ بهرنیان د بېلابېلو هېوادونو نه راغلي او د دې ولایت تفريحي سیمو څخه یې لیدنه کړې وه.

په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال په هېواد کې کورني سیلانیان هم ډېر شوي دي او کورني سیلانیان اوسمهال د هېواد گڼو ولایتونو ته په ځانگړو ورځو کې ځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version