د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۱۷ عمري قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي را پورونو پر بنسټ، په تخار او بغلان ولايتونو کې ۴۶ ميله بېلابیل ډول سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او تر لاسه شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو وسلو کې ۳ قبضې راکټ، ۵ میله پيکا، ۲۳میله کلاشینکوف، ۵ قبضې تومانچې، ۵ ميله موش کوش، ۱ميل (M16)، ۴ کړۍ امریکایي لاسي بمونه او گڼ شمېر مهمات شامل وو.: «په تخار کې هم د مهماتو يو ډيپو کشف شوه چې ۱۸ فیره (S P G 9)مرمۍ، ۱۱ فيره راکټ مرمۍ، ۱۸ ډبی باروت، ۸بکسي غټې او ۱۱بکسې وړې د پيکا مرمۍ پکې شاملې وې.»

له بل لوري د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په یو لړ عملیاتو کې ۲۶۲ کیلو گرامه چرس چې یوه شخص له غزني څخه کابل ته په یو مازدا ډوله موټر کې لېږدول ونیول او دغه راز د ۱۵ مې حوزې په ساحه کې څلور تنه له څلور زره قرصه ‌ذیکب گولیو سره ونیول شول او دوسیې یې اړوندو ارگانونو ته وسپارل شوې.

په تخار او بغلان کې داسې مهال وسلې نیول کېږي، چې پکتیکا هم لسگونه میله وسلې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version