د ننگرهار د کانال شرکت رئیس غلام‌الرحمن کظیم وايي، افغانستان تر هغه وخته له کرنیزې اړتیا خلاصېدای نه‌شي، چې کرنه مو مېکانیزه شوې نه وي.

د ښاغلي کظیم په خبره، د افغانستان کرنیز صنایعو او محصولاتو د پراختیا له لارې کولی شو په اقتصادي برخه کې لا ډېر پرمختگ وکړو.: «په ځان باندې د بسیا کېدلو لپاره باید په هېواد کې کرنه پراخه شي، صادراتو ته وده ورکړل شي او په کرنيزه برخه کې لا زیاته پانګونه وشي.»

دی وايي، موږ د ننگرهار کانال شرکت په ځمکو کې د غله‌جاتو، مېوو، سبزیجاتو او په ځانگړي ډول د زیتونو د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې گړندۍ کړي دي، چې گټه به یې ټولو ته ورسېږي.:«د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه ولاړ دی او دې برخې ته اړتیا ده چې لا زیاته پاملرنه وشي.»

د ننگرهار کانال شرکت پر خپلو ځمکو د مالټو، زیتونو، خرماوو، هندواڼو، خټکیو او نورو مېوو سربېره غنم، جوار او نور کرنیز توکي هم کري، چې محصولات یې د ننگرهار سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د افغانستان په سلو کې ۸۵ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو لا هم هر کال زرگونه ټنه کرنیز توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي او د هېواد اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version