د تېرو څو ورځو راهیسې ځینې رسنۍ یو خبر ښکته پورته کوي، چې په تخار کې یو ملي سوداگر د طالبانو د استخباراتو له لوري وژل شوی دی.

د ځینو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي وو، چې د شاه‌ولي په نوم سوداگر د ۱۴۰۲/۱۲/۸مه نېټه د طالبانو د استخباراتو ولایتي رئیس له لوري په ډزو وژل شوی، چې دلیل یې هم د درې مېلیونه افغانیو نه ورکړه وه.هندوکش ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې وژل شوی سوداگر نه، بلکې انسان تښتوونکی و.

د معلوماتو پر بنسټ چې د ۱۴۰۲/۱۲/۸ مه نېټه د تخار د استخباراتو ریاست د یو کشفي راپور پر بنسټ د تخار مرکز اړوند بلک ارتبوز په پوستخور سیمه کې څلور تنه انسان تښتوونکي په یو کور کې ونیول.

په نیول شوو کې نصر الله د فتح خان زوی د فاریاب د خواجه موسی ولسوالۍ د لنگر کلي اوسېدونکی دی، چې ۶۰ کاله عمر لري او له دې مخکې د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکی و.

بل تن قاري غوث الدین د نظام الدین زوی د هرات ولایت د رباط سنگي ولسوالۍ د سنگ بر کلي اوسېدونکی دی، چې ۳۰ کاله عمر لري.

درېیم یې جمعه‌خان د نیازمحمد زوی د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ د حاجي محمدامان د کلي اوسېدونکی او ۵۰ کاله عمر لري.

څلورم تن بیا الیانوس چې په عنایت رحماني مشهور او د محمد صدیق زوی دی، چې د تخار ولایت د مرکز اړوند گنجلي بېک سیمې اوسېدونکی دی او ۱۸ کاله عمر لري.یاد څلور واړه د عملیاتو په پایله کې ژوندي ونیول شول.

هندوکش ته په رسېدلو اسنادو کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال دوه تنه هر یو محب الله د خیرمحمد زوی چې د تخار د مرکز اوسېدونکی او فعلاً د ملي تلوېزون امر هم دی، دویم تن شاه‌ولي د رحمان قل زوی د تخار د مرکز گنجلي بېک سیمې اوسېدونکی چې له انسان تښتوونکو سره ملگری وو.

دواړه د چټک غبرگون قطعې د ځواکونو له‌خوا هغه وخت وویشتل شول، چې د چټک غبرگون قطعې په سرتېرو یې ډزې کولې.

د چټک غبرگون قطعې په ډزو کې محب الله ژوندی او اوس هم تر درملنې لاندې دی، خو شاه‌ولي تر یو څه وخته په کوما حالت کې وو او وروسته یې د ژوند پور پرې کړ.

په محب الله او شاه‌ولي هغه وخت ډزې وشوې، چې دواړو د عملیاتو پر مهال له وسلو سره راوتلي وو.

د چټک غبرگون قطعې سرتېرو له لوري پرې غږونه هم کېدل، خو یادو کسانو بیا هم ډزې کولې، چې په متقابل ډزو کې دواړه ولگېدل چې یو مړ او بل یې تر درملنې لاندې دی.

شاه‌ولي سوداگر نه و، بلکې انسان تښتوونکی و او د گڼو انسان تښتوونکو په قضیه کې یې لاس درلود.

د تخار د ملي تلوېزون امر محب الله یوازې په پښو کې سطحي ټپي شوی دی.

په دغو عملیاتو کې د څلور تنو د ژوندي نیول کېدو سربېره ۲ میله کلاشینکوفونه او دوه قبصې ټې ټې تمانچې هم تر لاسه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version