لیکوال: عادل افغان

پر افغان خاوره د پاکستاني الوتکو تر وروستي برید او دغه راز د افغان ځواکونو له خوا دغه برید ته تر غوڅ ځواب ویلو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، خو پاکستان ظاهراً د افغان ځواکونو د ځوابي برید په پایله کې پر ډیورنډ فرضي کرښې د دوی د پوستو او نظامي مرکزونو د ویجاړېدو له کبله چوپتیا غوره کړې ده.

د چارو شنونکي د پاکستان دغه چوپتیا د پوښتنې وړ بولي او په اړه یې نظرونه سره وېشلي، د چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې پاکستاني برید ته د افغان ځواکونو غوڅ غبرګون پاکستان پر خپلو کړنو پښېمانه کړی، ځينې بیا پر دې باور دي، چې پاکستاني چارواکي پر خپلي محاسبې کې تېروتي وو او دوی فکر کاوه، چې د کرزي او غني د حکومتونو په څېر به اسلامي امارت هم دغه برید ته یوازې د برید د غندلو په تړاو د اعلامیې تر خپرولو خپل غبرګون محدود کړي، خو هغه څه چې افغان ځواکونو وکړل، پاکستان یې هک پک کړی دی.

درېیمه ډله شنونکي بیا پر دې باور دي چې د پاکستان دغه برید او له افغان اړخه ورته چټک غبرګون د پاکستان سیاسیون او نظامي جنرال سره په دوو برخو وېشلي دي؛ ځينې پاکستاني جنرال او سیاسیون چې له کلونو راهیسي په سیمه کې د امریکايي ګټو او پروژو لپاره د کرايي جنرالانو او سیاسیونو په توګه عمل کوي، دوی هڅه کوي چې دغه برید ته توجیه ومومي او خپل ماتې او ملامتي یو ځل بیا هم پر افغان حکومت واچوي، خو یوه لویه برخه سیاسیون او جنرالان یې چې وضعیت په ښه توګه تحلیل او څېړلی شي دا برید د پاکستان لپاره ستره ماتې او ستراتېژیکه تېروتنه بولي.

دوی پوهېږي چې له ټول پوځ او قوت سره سره نه شي کولای چې په افغانستان کې د اوسني حکومت په شتون کې ان د دغه هېواد یوه لوېشت خاوره لاندې کړي او دغه کړنې په افغانستان کې د دوی پر وړاندې شته کرکې او نفرتونه لا پسې پراخولی شي. دوی پر دې هم پوهېږي چې اصلي ستونزه چېرې ده او چېرې باید حل شي.

دغه ډول سیاسیون او جنرال د پاکستان اوسني کاواکه امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په کتو د خپل هېواد پر وړاندې د بلې جبهې پرانیستل د ځان پر زیان بولي، ځکه دغه هېواد لا له وړاندې له هند، بنګله دېش او ان په دې وروستیو کې له پاکستان سره پر پوله ګڼې ستونزې لري او هره شېبه پکې یې له دغو هېوادونو سره د جګړې امکان شته، نو له همدې کبله په داسې وخت کې به د خپل هېواد پر وړاندې د افغانستان له اړخه د بلې جبهې پرانیستل به په بشپړه توګه د پاکستان د له منځه تللو لامل شي.

دغه ډله پاکستانیان په کور دننه شته اړ و دوړ ته هم متوجه دي او په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپانو غورځنګ، په پښتونخوا، وزیرستانونو او ان سند او پنجاب کې د نورو ازادي غوښتونکو او وسله والو نهضتونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي بریدونه د پاکستان د بقا لپاره د خطر زنګونه بولي.

له همدې کبله دې وضعیت ته په کتو به پاکستان بیا د دغه ډول بې باکانه اقدام هڅه ونه کړي، خو که دوی بیا هم دغه ډول تېروتنه کوي، بیا هم د دغه هېواد په پوځ، استخباراتو او سیاسیونو کې د امریکايي او برېټانوي مهرو خبره مني، دا ځل به ورته په ډېره درنه بیه تمام شي، ځکه نور نو د افغان حکومت او افغانانو د صبر کاسه ډکه ده، دا ځل به دغه هېواد ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې له هند او بنګله دېش سره کړې جګړې به یې پرې هېرې شي او دغه هېواد ته به تاریخي درس او شرم شي. که پاکستان رښتیا هم د ستونزې حل غواړي، حل یې واضح دی.

د ګاونډیانو په ګډون د ټولو هېوادونو پر وړاندې د اسلامي امارت پالیسي واضحه ده، اسلامي امارت بیا بیا ویلي چې دوی له هېچا سره د ټکر او تقابل پالیسي مخکې نه وړي او تل یې پر ښه ګاونډیتوب، مثبت تعامل او د متقابل درناوي پر اصل ولاړو اړیکو ټینګار کړی، نو پاکستان ته لازمه ده، چې له دغه فرصته ګټه واخلي، د تقابل او تورونو پر ځای دې تعامل ته راوړاندې شي، له افغانستان سره دې شته ستونزې او اندېښنې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي او د افغانستان پر وړاندې پر خپلو پالیسیو کې دې ژور بدلون راولي، خپلې پالیسۍ دې د اوسنیو واقعیتونو او صداقت پر بنسټ جوړې کړي، له افغان اړخ سره دې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پر شته هوکړو عمل وکړي او په دې برخه کې دې نورې بهانې او ستونزې نه لټوي.

دا یوازینۍ هغه لاره ده، چې د پاکستان په خیر ده او په دې ډول خپل پر کړنګ ولاړ اقتصاد هم رغولی شي، امنیتي ستونزې یې کورنۍ دي، پر افغانستان یې پړه اچول بې منطقه او بې ګټې ده.

که پاکستان رښتیا هم په خپل هېواد کې ثبات غواړي، هلته له مېشتو پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او نورو پرګنو سره دې روان ظلم او وحشت ته د پای ټکی کېږدي، دوی زرګونه بې ګناه کسان دې له زندانونو خوشي کړي او زرګونو نورو ورکو پښتنو او بلوڅانو درک دې ور معلوم کړي او هلته د دغو پرګنو د مشرانو او ځوانانو د هدفي وژنو لړۍ دې ودروي، د ټي ټي پي په ګډون دې له ټولو وسله والو نهضتونو سره خبرو ته کېني، د دوی غوښتنې دې ومني، په خپل حکومت او قوانینو کې دې اصلاحات راولي او د خپل ملت دې راخپل کړي، په دې سره په دغه هېواد کې امنیتي ستونزې هم حل کېدای شي، خو دوی خپلې تېروتنې نه مني، د تقابل سیاست ته لومړیتوب ورکوي، هلته له مېشتو پرګنو سره ظلم ته دوام ورکوي، غربي او امریکايي پروژو ته یې سترګې نیولې وي، حکومتي واګې یې فاسدو، غلو او پرديپاله جنرالانو او سیاسیونو ته په لاس کې ورکړې وي، بیا نو د ستونزو حل ډېر لېرې او آن ناممکن دی، برعکس به یې دغه هېواد په امنیتي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي لحاظ د ستونزو او ربړو داسې ګرداب ته ورټېل وهلی وي چې بیا به ترې راوتل ستونزمن وي، بیا به دغه هېواد پاشل کېږي، بلوڅان به ترې خپله خپلواکي اخلي، پښتان به ترې خپله خاوره ازادوي، سندیان به هم ترې ځان بېلوي او یوازې پنجاب به پاتې کېږي او له دې سره په څنګ پاکستان دې دا نه هېروي چې په ګاونډ کې یې پروت پر اټومي او پرمختللو وسلو سمبال پیاوړی هند هم شېبې ورته شماري چې پاتې کشمیر هم ترې لاندې کړي او د هند لپاره تر دې بل ښه فرصت نشته، دا ډول تېروتنې به پاکستان داسې تجزیه کړي چې بیا به یې د راټولېدو او جوړېدو هېڅ چاره نه وي، بیا به دغه کرايي پوځ او جنرالان تښتي، د تېر په څېر به لکونه لکونه تسلیمېږي او هر څوک به ترې دریشي او پتلونونه وباسي.

اوس نو انتخاب د پاکستان په لاس کې دی، خپله بېړۍ چې پر هر لور بیايي، برخلیک یې لا له وړاندې واضح دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version