سرپرست حکومت د بې اسناده موټرسایکلونو پر تګ او راتګ بندیز ولګاوه او له مالکانو یې غوښتنه کړې چې ګمرکونو کې یې ثبت او محصول کړي.

مالیې وزارت نن چهارشنبه رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام یې د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره ترسره کړی دی.

دوی وايي چې د هیواد په لویو ښارونو کې له موټرسایکلونو څخه وخت ناوخته د غلا، ترورونو او نورو جرمونو د ترسره کولو پرمهال کار اخیستل کیږي.

څرګنده نه ده چې هیواد کې په کومه اندازه بې اسناده موټرسایکلونه موجود دي، خو له مالکانو یې غوښتل شوي، چې په ګمرکونو کې د ثبت او محصول پروخت دوه تنه د ضامن په توګه هم ورسره وي.

د یادونې ده چې تېر پرځېدلي حکومت کې هم په یو شمېر ولایتونو کې د مو ټرسایکلونو پر تګ او راتګ او د دویم کس په سپرېدو بندېز لګولی و، چې په دې کړنې سره یې په جنايي جرمونو کې کموالی راغلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version