عدلیې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه وزارت اړوند د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د تېرو درېیو میاشتو په موده کې په ۱۶ ولایتونو کې له غاصبینو څخه ۵۱۰ زره ۴۴۷ جریبه دولتي ځمکه بېرته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
دغه وزارت ویلي، چې ياده ځمکه په ننګرهار، کندز، جوزجان، تخار، غور، خوست، پکتيکا، لوګر، نيمروز، کاپيسا، پنجشېر، سرپل، سمنګان، بادغيس، ميدان وردګ او بامیان ولایتونو کې موقعيت لري، چې تر ټولو ډېرې ځمکې په نیمروز، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې راګرځول شوې دي.
د سرچينې په خبره دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هئيتونو په تېرو درې مياشتو کې څه باندې پنځه سوه نولس زره او ۲۹۹ جريبه امارتي ځمکه د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې تشخيص کړې او څه باندې اووه سوه نهه پنځوس زره او ۸۲۲ جريبه نوره ځمکه په ۲۹ ولايتونو کې څېړنو لاندې ده.