
په سیمه کې وروستیو تحولاتو او پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ بریدونو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې آیا پاکستان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دی او که د نړیوالو قدرتونو د یوې لویې لوبې د پیاده کوونکي رول لوبوي؟ پاکستاني پوځي رژیم په کابل کې د امید په نوم د معتادینو د تداوۍ دوه زره بستريز روغتون بمبارد کړ، چې تر ۴۰۰ تنه زیات شهيدان او تر ۲۵۰ تنه زیات معتادین پکې ټپيان شوي دي. د تعجب ځای دا دی چې له ټولې نړۍ برعکس، یوازې اسرائیلو د پاکستان دا برید توجیه کړ. دا همغږي په داسې حال کې را څرګندېږي چې د ډونالډ ټرمپ په انتخاباتي کمپاینونو او کنفرانسونو کې عاصم منیر د یوه «غوره جنګیالي او نږدې ملګري» په توګه، په مکرر ډول یادونه کېږي. دا نږدېوالی ښيي چې د پاکستان، اسرائیلو او امریکا د استخباراتي بنسټونو ترمنځ داسې مثلثي فوق العاده اړیکې رامنځته شوي چې هدف یې په سیمه کې د نویو ستراتیژیکو لوبو پر مخ وړل دي.
د پاکستان او امریکا ترمنځ د دغو پټو معاملو لومړنۍ نښې د افغانستان پر ملکي او صحي بنسټونو د منظمو بریدونو له لارې ښکاره شوې. په دې وروستیو کې د تېر په خلاف، د پاکستان په سیاست کې یو ناڅاپي بدلون راغی او د افغانستان د کمزوري کولو لپاره یې ښکاره عملیاتي ګامونه پورته کړل. دا ګامونه د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو د له منځه وړلو یوه منظمه هڅه ده. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغو بریدونو هدف دا دی چې افغانستان له هر پلوه داسې فلج کړي چې د سیمهییز ثبات لپاره د یوه فعال لوبغاړي په توګه پاتې نشي.
د دې سناریو تر ټولو جنجالي او افشا کوونکې برخه تازه مخې ته راغلې ده؛ د اسرائیلو استخباراتي ادارې «موساد» په خارق العاده توګه د کابل د یوې شفاخانې پر موضوع په بحث کې مداخله کړې ده. په داسې حال کې چې اسرائیل دم ګړی له ایران سره په یوه پېچلې او درنه جګړه کې ښکېل دي، خو بیا هم د موساد له خوا د پاکستاني بریدونو ننګه او د په نښه شوي ځای د «شفاخانې» په ځای «د وسلو ډیپو» بلل ښيي چې دا یوه تصادفي پېښه نه ده. دا چې موساد د پاکستان د استخباراتي ادعاوو د تائید لپاره میدان ته را دانګي، دا ثابتوي چې د کابل په نښه کولو کې د واشنګټن، تلابیب او اسلام آباد ګټې په یوه ټکي کې سره نښلي.
د پاکستاني چارواکو او د هغوی د نړیوالو ملاتړو له خوا د وروستيو عملیاتو تبلیغاتي پوښښ، چې په کابل کې د ملکي اهدافو په نښه کول پکې شامل وو، د حقیقت پټولو یوه ناکامه هڅه ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې چې دوی د ترهګرو(!) مرکزونه ویشتي، خو د موساد له خوا په ورته وخت کې د دې بریدونو توجیه کول د دې شاهدي ورکوي چې د پردې تر شا د سي آی اې، موساد او پوځي رژیم یوه ګډه عملیاتي خونه شتون لري. دا هڅې چې غواړي صحي مرکزونه د وسلو د زېرمو په نوم معرفي کړي، دقیقاً هغه تاکتیک دی چې اسرائیل یې په غزه کې د شفاخانو د ویجاړولو لپاره کاروي او اوس دا تجربه د پاکستان په لاس په افغانستان کې تکرارېږي.
د پاکستان اوسنۍ جګړه یوازې د ډيورنډ فرضي کرښې شخړه نه ده، بلکې د امریکا او اسرائیلو یوه ګډه پروژه ده چې غواړي د افغانستان صحي، اقتصادي او عموماً ملکي بنسټونه له دننه کمزوري کړي او د امريکا پاتې شوني غنايم له منځه يوسي. د پوځي رژیم، موساد او واشنګټن/ سي آی اې ترمنځ دا مثلثي پیوستون ښيي چې پاکستان یو ځل بیا د یوه اجیر هېواد په توګه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره ګمارل شوی دی. افغان ولس او نړیواله ټولنه باید درک کړي چې د دې بریدونو تر شا د یوه داسې پلان تطبیق دی چې غواړي د افغانستان استقلال او بنسټیزه وده له منځه یوسي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د نفاق نوی فصل پرانېزي.
#هندوکشغږ

