څه موده وړاندې ځينو رسنيو د يوې ويډيو په خپرولو سره داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې په حيرتانو بندر کې د سوداګرو د اوړو له کانټینرونو څخه غلا کېږي؛ خو د حيرتانو له بندر څخه هندوکش غږ ته کره معلومات او دا مکتوب رسېدلی چې ښکاري هېواد ته راتلونکي د اوړو او غنمو له هر بار موټر څخه د کيفيت د تثبيت په موخه د نمونې په شکل دوه بوجۍ اوړه/غنم ښکته کېږي او له تائيد وروسته هېواد ته د واردېدو اجازه ورکول کېږي.
په رسېدلي سند کې ښکاري چې د غنمو او اوړو يوه واردېدونکي شرکت د کيفيت د تثبيت په موخه د دوه بوجۍ غنمو د ښکته کېدو غوښتنه کړې او د حيرتان بندر مسؤلينو هم د ګودامونو مديريت ته د اجرا په موخه لاسليک کړی.
دغه راز د رسنيو له لوري چې کومه ويډيو خپره شوې وه، په هغې کې هم ښکاري چې څو تنه يوه شخصي موټر ته له کانټينر څخه يواځې دوه بوجۍ اوړه/ غنم ښکته کوي چې د دې سند ښکاره اثبات کوي.
له بل لوري د حيرتان بندر سوداګر او کاروباريانو هم هندوکش غږ ته د غلا په تړاو خبرې بې اساسه او شايعات وبلل او زياتوي چې تر اوسه له داسې کومې پېښې سره نه دي مخامخ شوي.