په دې وروستیو کې سربېره پر دې چې په نړۍواله کچه کړکېچونو زور اخیستی، په سیمه ییزه کچه هم د سترو او منځنیو کچو قدرتونو ترمنځ د بېلابېلو دلایلو له کبله رقابتونه او شخړې په ډېرېدو دي او وروستی مورد یې هم د هند او پاکستان ترمنځ مخامخ پوځي نښته وه. په نړۍواله کچه د امریکا، چین او روسیې ترمنځ کړکېچ، له ایران سره د امریکا کړکېچ او دغه راز د هند او چین ترمنځ مخ پر ډېرو رقابتونه او ټکرونه، هغه څه دي چې د دغو رقابتونو په منځ کې یې د افغانستان اهمیت لا پسې ډېر کړی دی.

په تېرو نږدې پنځو لسیزو کې که وکتل شي، په افغانستان کې د بې ثباتۍ یو عمده دلیل دا هم و چې دلته د وخت حکومتونه پر دې نه توانېدل چې د سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو ترمنځ تعادل وساتي، له همدې کبله به دوی سیمه‌ییزو او په افغانستان کې دننه نزاکتونو او حساسیتونو ته له پام پرته اړخ واقع شول او بلاخره به یې د افغانستان ولس، د افغانستان نړۍوالې او ملي ګټې په قمار کې وبایللې، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو قدرتونو په تشو وعدو به یې افغانستان د کړاوونو کندې ته ورټېل واهه.

اوس چې بیا دا کشمکشونه او کړکېچ اوج ته رسېدلی د افغانستان د وضعیت او راتلونکې په اړه یې ځینو ته پوښتنې او اندېښنې راپارولي دي، چې ګواکې افغانستان به بیا د تېر په څېر د دغو رقابتونو او سیالیو ښکار شي. خو که په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت تېرې نږدې څلور کلنې واکمنۍ ته وکتل شي، ډېر او د ډاډ وړ داسې دلایل شته چې په افغانستان کې به بیا هغه تېرې ناکامې تجربې نه تکرارېږي او دغه رقابتونه او سیالۍ به د افغانستان داخلي ثبات او نړۍوال حیثیت ته نه یواځې دا چې زیان ونه رسوي، بلکې لا به یې پسې ډېر کړي.

لومړی دلیل یې دا دی، چې افغانستان اوس د تېرو لسیزو په خلاف، بشپړ ثبات ته رسېدلی، پیاوړی مرکزي نظام لري، د افغانستان ډيپلوټیکه دستګاه د تمې خلاف سترې لاسته راوړنې لري، په ملي، سیمه‌يیزه او نړۍواله کچه ټول حساسیتونه ښه درک شوي او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان د اوسني حکومت بهرنۍ تګلاره داسې جوړه شوې چې نه چا ته پکې د پوښتنې ځای شته، نه د ابهام او نه هم د ټکر داسې څرک پکې لیدل کېږي چې څوک دې وېره ترې وکړي.

په تېرو څلورو کلونو کې که وکتل شي، پر افغانستان او د افغانستان پر اوسني حکومت له پراخو نړۍوالو فشارونو سره، سره دغه حکومت سترې او هر اړخیزې لاسته راوړنې درلودې، افغانستان یې ثبات ته ورساه، له ګاونډیو هېوادونو نیولې بیا تر سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو پورې له ټولو سره متوازنې او د ګډو ګټو پر اساس اړیکې وپالل شوې او همدا علت و چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان لسګونه سفارتونه او ډيپلوماټیکې استازولۍ بېرته اوسني افغان حکومت ته وسپارل شوې او دغه راز هېوادونو له افغانستان سره تعامل ته زړه ښه کړ او دا تعامل ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې دی.

د تېر خلاف، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې اوسني افغان حکومت د ایران او پاکستان په ګډون، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې درلودې، که ځينې وختونه ستونزې هم وې، علت یې افغانستان او اوسنی افغان حکومت نه و، دغه راز افغانستان له دریو سیمه ییزو قدرتونو (چین، روسیې او هند) سره هم داسې متوازنې اړیکې وپاللې چې هېڅ اړخ له افغانستان څخه د زیان احساس ونه کړ او هر یوه اړخ له افغانستان سره د متقابلو اړیکو د پاللو هڅه وکړل چې ټولو ښې لاسته راوړنې هم درلودې.

تر سیمې ور هاخوا، د افغانستان د اوسني حکومت پالیسي د هغو هېوادونو لپاره هم واضحه وه چې په افغانستان کې یې نږدې شل کاله جګړه وکړه او دلته یې ماتې وخوړه. دغه هېوادونه چې په سر کې یې امریکا او اروپايي هېوادونه دي، اوس دې پایلې ته رسېدلي چې له افغانستانه ورته کوم ګواښ نه دی متوجه او هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول له افغانستان سره مثبت تعامل ته را وړاندې شي. د افغانستان حکومت د دوی په مقابل کې خپل مسؤلیت ښه ادا کړی، اوس په دوی په اړه لري چې د ټکر، بندیزونو او ګواښونو پالیسۍ ته د پای ټکي کېږدي او همداسې معلومېږي هم چې دا هېوادونه اوس همدې پایلې ته رسېدلي.

په پایله کې ویلی شو، چې د اوسني افغان حکومت ويښې، بریالۍ او څرګندې بهرنۍ تګلارې ته په کتو، افغانستان به دا ځل بیا د سیمه‌‌يیزو او نړۍوالو قدرتونو د سیالۍ قرباني نه وي، بلکې افغانستان به دا ځل د سیمه‌ییزو او نړۍوالو ستونزو په حل کې کلیدي رول لوبوي، داخلي ثبات او نړۍوال حیثیت به یې لا پسې لوړېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version