د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دې ولایت امنیتي ځواکونو پنځه عرادې غلا شوي موټر سایکلونه د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې له غلو څخه نیولي دي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې یاد موټر سایکلونه د لومړۍ حوزې اړوند سیمو کې، چې پخوا غلا شوي وو، نیول شوي دي او په دې تړاو درې تنه تورن اشخاص هم نیول شوي دي.

د امنیې قومندانۍ مسولین وایي، چې موټر سایکلونه نن پنجشنبه خپلو مالکینو ته وسپارل شول او نیول شوي اشخاص د زیاتو پلټنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته ولیږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې هم د یادې حوزې مسولینو شپږ عرادې غلا شوي موټر سایکلونه راټول کړي و او خپلو مالکینو ته یې سپارلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version