د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس زینالله عابر او سریاور عبدالرحیم ثاقب په مشرۍ لوړپوړي افغان پلاوي په چین کې د نړیوالې امنیتي غونډې په ترڅ کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او امنیتي تګلارو په اړه د افغان حکومت دریځ له ګډونوالو سره شریک کړی دی.
افغان پلاوي په دې غونډه کې د سیمهییزې او نړیوالې امنیتي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان ژمن دی خپله خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره ونه کارول شي.
افغان استازو همدارنګه د ترهګرۍ، نشهیي توکو، قاچاق او سازمانیافته جرمونو پر وړاندې د چین او د سیمې له هېوادونو سره د ګډو امنیتي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د غونډې په ترڅ کې د افغانستان امنیتي تګلارې او د سیمې د امنیت په تړاو د افغان حکومت لیدلوری هم له ګډونوالو سره شریک شوی دی.


