د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د دغه معینیت پولیسو د غور په فیروز کوه، تولک، شهرک، پسابند او دولینه ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید څو کارخونې کشف او سوځولې دي.

له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، .۳۰۱۲۰ کيلو گرامه ومان، ۴۰ کیلو گرامه سود، ۲۳ ليتره تېزاب، ۳۲۹ لیتره تېل، ۱۲۰ لیتره اکسل او مختلف النوع نشه‌يي توکي او د پروسس توکي يې په بشپړ ډول تخريب او سوځول شوي دي. همدارنگه د یادو نشه‌يي توکو په تړاو ۲۲ شکمن کسان هم نیول شوي دي.

د یاد معینیت د معلوماتو پر بنسټ، د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې هم د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او پرمهال يي ۶۰ لیتره شربت شیشه، ۷۰۰ لیتر تېل او ۱۰ کیلوگرامه لامده شیشه او مختلف النوع نشه‌يي توکي او د پروسس مواد يي په بشپړ ډول تخریب او سوځول شوي دي او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

د یو بل خبر له مخې، په کندهار کې د تېرې اوونۍ په لړ کې د نشه‌يي توکو د لېږد او پروسس په تړاو ۱۶تنه نیول شوي او ۵۲ روږدي روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.: «د کندهار د نشه‌یي پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‌یي توکو د لېږد او پروسس په تړاو ١٦ شکمن کسان له ۳۲۲۵ کیلو گرامه ومانو او ۳۶۴ کیلو گرامه تریاکو سره یو ځای نیولي دي.»

که څه هم په هېواد کې د کوکنارو او چرسو پر کښت بندیز لگول شوی، خو د نشه‌يي توکو کاروباریانو نورو نشه‌يي توکو ته مخه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version