د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په فراه، پکتیکا او روزگان ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژې به ډېر پیل شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور د عوفي بهرام شرکت استازي سره لیدلي او په فراه، پکتیکا او روزگان ولایتونو کې یې د لمریزې برېښنا پروژو د پلې کولو په هکله یې ورسره خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو پروژو هوکړهلیکونه به ډېر ژر لاسلیک او عملي چارې به یې پیل شي.
د عوفي بهرام شرکت استازي ویلي، غواړي په کابل کې هم د ۱۰۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانگونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د دغه وزارت څو سترې پروژې د نوموړي شرکت په پانگونې سره پرمخ وړل کېږي، چې له هغې ډلې څخه د نغلو ۱۰ مېگاواټه لمریزه پروژه بشپړه او گټې اخیستنې ته چمتو ده.
د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده او د کابل په گډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې خلک ۲۴ ساعته برېښنا نه لري او د گرمۍ او سړو پر مهال یوازې څو ساعته برېښنا ته لاسرسی لري.
د برېښنا کارپوهان وايي، افغانستان د لمریزې، بادي او اوبو برېښنا گڼې سرچینې لري او حکومت باید د وارداتي برېښنا پر ځای په کورنیو سرچینو کار وکړي او خلکو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړي.