د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه د اسان‌خدمت د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه پرانیستل شوه.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په متحده عربي اماراتو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې په پرانیست غونډه کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د تخنیکي چارو د انسجام رئیس سلطان احمد سباوون، د اسان‌خدمت رئیس جهادگل پاڅون او هلته مېشتو افغانانو گډون کړی وو.

له دې وړاندې په ایران کې هم مېشتو افغانانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانگې پرانیستل شوې وې؛ خو تر اوسه په خیبر پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا کې مېشتو مېلیونونو افغانانو ته یادې اسانتیاوې برابرې شوې نه دي.

په متحده عربي اماراتو کې داسې مهال د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانگه پرانیستل کېږي، چې لا هم مېلیونونو افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې په هېواد دننه اخیستې نه دي او لا هم کاغذي پېژندپاڼې اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version