Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په مقاومت شوری تمسخر؛ د غیر متوازن هیئت لیدنې او پر دوی بې باوري
    لیکني

    په مقاومت شوری تمسخر؛ د غیر متوازن هیئت لیدنې او پر دوی بې باوري

    عمران آغاعمران آغا16 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    لیکوال: وکیل احمد قاساني

    د هندوکش غږ د راپورونو پر بنسټ د امریکا د سولې انستیتیوت یو ټیټ رتبه هیئت په دې وروستیو کې د مقاومت شوری له لوړ رتبه هیئت سره لیدنه کړې ده، دغه تمسخر آمېزه لیدنه د مقاومت شوری په ټولو هغه مشرانو د رشخند وهلو یو نمونه ده، چې د ځان ښودنې او شخصي ګټو په لټه کې دي.

    له مقاومت شوری سره د غیر متوازنو لیدنو په دوام، په دغه لیدنه کې هم د سولې انستیتیوت ټیټ رتبه غړو ميرمن کمبرلي او افغاني الأصله امريکايي سيد عزيزالله سادات هاشمي، د مقاومت شوری د تصمیم نیونې په کچه مشرانو، لکه عبدالرشید دوستم، محقق او الماس زاهد سره لیدنه کړې ده؛ دا لیدنه په اصل کې په مقاومت شوری تمسخر و، خو دوستم، محقق، زاهد او د دغه شوری نور غړي بیا لومړی ورته خوشحال وو او دا یې خپله لاسته راوړنه بلله.

    د مقاومت شوری غړو هیله درلوده، چې د امریکا د سولې انستیتیوت به له دوی سره د امریکايي مرستو د محمولو په برابرولو کې مرسته وکړي، د هېواد د بیا ځل ورانولو او شخصي ګټو د تأمین په موخه به د دوی هر اړخیز ملاتړ وکړي او پر ټانګونو سپاره به یې بیا ځل د ارګ په منځ کې ښکته کړي، خو له دوی سره د دغه انستیتیوت د ټيټ رتبه غړو لیدنې او شوری ته د عزیز الله سادات د غږیز کلیپ له رسېدو وروسته د دوی هیلې مړاوې شوې.

    مقاومت شوری له ډېرو هېوادونو، سازمانونو، قاچاقبرانو، د وسلو له کمپنیو او نورو ټولو ادرسونو ستړي شوي، ځکه چې هیڅ چا یې ملاتړ ونه‌کړ او لا یې منزوي کړل؛ خو لا یې هیلې نه وې مړاوې شوې، د امریکا داسې یو انستیتیوت ته یې تمه پیدا شوې وه چې یو غیر انتفاعي سازمان دی، د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ، پرېکړو، تصمیم نیونې، د منازعاتو په حل او نورو مهمو مسایلو کې ځانګړی رول نه لري، بلکې چارې یې ډیري محدودي دي.

    د عزیز الله سادات غږیز کلیپ د دغه شوری تر ټولو لوېدلی حالت لا څرګند کړ، هغه په کنایي الفاظو د مقاومت شوری غړي مخاطب کړل او ویې ویل: ټول ښه پوهيږو چې خبره څه ده؟ فلانی(یعنې دوستم) په دې خاطر په قهر دی چې مونږ په انقره کې ورسره وليدل. زیاتوي؛ هو! مونږ دا ليدنې کوو خو ټول ښه پوهيږو چې خبره څه ده؟ څوک څومره وزن لري او خلک او نړۍ له دوی څخه څومره راضي دي؟ وروسته وايي، زه هم نه وم خبر، خو وروسته متوجه شوم چې په رسنيو کې زمونږ د ملاقات عکسونه او خبرونه نشر شول، دا کارونه دوی خپله کوي تر څو وښيي چې بالآخره مونږ هم يو څوک يو او دا دی خلک هم راسره ويني.

    د سادات وروستی غږیز کلیپ او د غیر متوزان هیئت لیدنې د مقاومت شوری تر ټولو لوېدلی حالت لا روښانه کړ، په سیاسي ډګر کې د دوی وزن، اهمیت او اصلي څهره ټولو وپېژندله. ټول پر دوی بې باوره شوي، د ټولو په منځ کې یې پخوانی اهمیت او د استفادې تفکر له منځه تللی.

    د هندوکش غږ د معلوماتو پر بنست، عبدالرشید دوستم چې په نظامي برخه کې یو لوبېدلی او معامله ګر کس دی، خو له دې وړاندې هم څو تنو تېر ایستلی و او څو تنه بې هویته افرادو ځان د یو اسیايي هېواد د جنرالانو په توګه ور معرفي کړی و، خو په اصل کې جنرالان نه وو. د مقاومت شوری په لوړ رتبه مشرانو داسې تمسخر د دوی په وروسته پاتې حالت دلالت کوي او دوی په سیاسي ډګر کې تر ټولو سپک سیاسيون معرفي کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد احصایې او معلوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېسټم پرانیست
    راتلونکي مقاله د کندهار _ هرات د ۷۳۷ کيلومټره اوسپنې پټلۍ د تفصيلي ډيزاين چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    د پاکستان د طالبانو غورځنګ د رسنيزو ادرسونو د خپرو کړو شمېرو له مخې د…

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.