د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د دې وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۱۶ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل کړې.

د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې، د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version