د ٢٠٢١م کال د اګست پر ١٥مه هغه مهال چې د سرپرست حکومت ځواکونو د هېواد پلازمېنه کابل ښار تر خپل کنټرول لاندې راووست او د جمهوري حکومت د مشر په ګډون د پرځېدلي جمهوریت ټول سیاسیون او جنرالان سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل، یو شمېر ماتې خوړلو چارواکو په بهر کې له ځای پر ځای کېدو وروسته د سرپرست حکومت په وړاندې د وسلوالې مبارزې انلاین غورځنګونه تأسیس کړل، چې د هغوی له جملې یو هم د مقاومت په نوم د احمد مسعود جبهه ده.
د یادي جبهې په تړاو په لومړیو کې، په ټولنیزو رسنیو کې خورا تاوده بحثونه روان وو او ګڼ شمېر ماتې خوړلو جنرالانو او تښتېدلو سیاسیونو د مقاومت انلاین غورځنګ د سرپرست حکومت په وړاندې د خطر زنګ او سیاسي چلینج باله.
دغه راز د ځینو نړۍوالو هېوادونو ترڅنګ یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هم د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د سرپرست حکومت په وړاندې د فشار د آلې په توګه مقاومت جبهې ته د ماډرنو دفترونو ترڅنګ د سیاسي فعالیت جواز ورکړ.
دوی فکر کاوه چې د سرپرست حکومت په وړاندې د مقاومت جبهې ملاتړ د دوی لپاره زرین چانس دی او په راتلونکې کې ترې د خپلو استخباراتي موخو په ترلاسه کولو کې ښه استفاده کولی شي.
د څه وخت په تېرېدو سره دې ته په کتو چې د مقاومت جبهې فعالیت تر ډېره د انلاین تبلیغاتو او پخوانیو چارواکو پر جذباتو ولاړ دی، نه د یو منظم او ولسي بنسټ پر استقامت، همدا راز پر دې سربېره د مقاومت له خوا اعلان شوې وسله واله مبارزه تر ډېره عملي نه، بلکې تبلیغاتي بڼه لري نو د نړۍ هېوادونو ورو، ورو له مقاومت جبهې سره فاصله واخیستل او استخباراتي ملاتړ، دفترونه او سیاسي جوازونه یې لغوه اعلان شول.
له دې جملې څخه یو هم امریکا ده چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته یې د مقاومت جبهې په اړه مثبت موقف درلود او د احمد مسعود خبرې یې تر ډېره د ارزښت وړ بللې، خو دمګړی یې ټول تمرکز بشري مرستو، نا قانونه وسلوالې مبارزې او له سرپرست حکومت سره سیاسي تعامل ته اړولی، چې ښکاره بېلګه یې په دې وروستیو کې کابل ته د افغانستان په چارو کې د امريکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د زندانونو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي ناڅاپي راتګ او د سرپرست حکومت له خوا د حسن نیت په موخه د یو امریکایي بندي ازادول دي.
څه موده وړاندې امریکا په رسمي ډول هم تائید کړه چې په افغانستان کې له وسلهوالو مخالفینو ملاتړ نه کوي او حتی د دوی فعالیتونه هم نه تمویلوي.
د دې ترڅنګ فرانسې هم په لومړیو کې د احمد مسعود د پلار «احمد شاه مسعود» تاریخي اړیکو ته په کتو سره مقاومت جبهې ته غوړي وعدې ورکولې، خو اوس يې ټول تمرکز پر افغان کډوالو او بشري حقوقو راڅرخي.
په دې وروستیو میاشتو کې ځینو ګاونډیو هېوادونو هم د مقاومت جبهې تبلیغاتي ملاتړ کم کړی او ټول تمرکز یې پر سرحدي امنیت بناء دی.
د مقاومت جبهې خاموشۍ او داخلي اختلافاتو ته په کتو جوتېږي چې د دوی بېروني هڅې له بشپړې ناکامۍ سره مخ دي او انلاین غورځنګ یې نور د انزوا په لور روان دی.
که څه هم وخت نا وخت د یادې جبهې رهبري په یو شمېر هېوادونو کې غونډې او مجالس دایروي، خو له کابل سره د نړۍوالو له خوا په پرله پسې توګه سیاسي تعامل او راشه درشه څرګندوي چې په افغانستان کې حاکم سرپرست حکومت یو واقعیت دی، هغه چې نړۍواله ټولنه یې په خپل مشروعیت اعتراف کولو ته اړ کړې او مقاومت جبهه یې د انزوا وروستۍ حد ته رسولې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.