شپږمه برخه

لیکوال: اسماعیل یعقوبي

کله چې د پخواني شوروي اتحاد لاسپوڅی حکومت راوپرځېد او هغه جنګ‌سالاران چې د جهاد له سپېڅلي نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله، کابل ته د ننه شول، کابل ښار او شاوخوا ولایتونه په خپل منځ کې د واک پر وېش د نه جوړېدو له امله د سختو، ویجاړوونکو او نه‌ هېرېدونکو جګړو شاهدان وو.

هغه وخت هر یوه جنګ‌سالار د دې لپاره چې خلک له ځانه را چاپېر کړي، په بېلابېلو نومونو سیاسي ډلې او ګوندونه جوړ او ځانونه یې د افغانستان د خلکو استازي معرفي کړل.

له شک پرته که د افغان جنګ‌سالارانو ژوند ته لنډ نظر واچوو، دا څرګندېږي چې د دوی تاریخي کارنامې له ظلم، وینو، لوټ، تېري او ناوړه چلند پرته بل څه نه‌ دي. هر یوه یې په داخلي جګړو کې لاس درلودخ او په نه بښل کېدونو جنایتونو کې یې د پام وړ ونډه درلوده.

عبدالرشید دوستم هم نه‌ یوازې له دې جګړه مارانو څخه استثناء نه دی، بلکې د هغو منفورو څېرو په سر کې راځي چې په هېواد کې یې داسې ستر، پراخ او بې‌ ساري جنایتونه کړي دي چې چې یوازینی لامل یې د واک او شخصي ګټو ساتنه وه، نه د ملت آرام، خیر او ښېګڼه.

دوستم د ۱۹۹۰مې لسیزې په پیل کې د نورو جنګ‌سالارانو په تعقیب د «جنبش ملي اسلامي افغانستان» په نوم سیاسي ګوند جوړ کړ؛ وروسته د همدې جنبش تر بیرغ لاندې په کابل او په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې بې‌ سارې وینې توی او د قدرت د بقاء لپاره یې په زرګونو بې‌ ګناه خلک قرباني کړل.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۰۲م کال په جون میاشت کې راپور ورکړی و چې د دوستم د وفادارو ځواکونو او د عطامحمد نور تر مشرۍ لاندې د اسلامي جمعیت ډلې ترمنځ سیالۍ د دې لامل شوې چې د هېواد په شمال کې امنیتي خلاء رامنځ ته شي.

په راپور کې ویل شوي چې دې امنیتي خلاء د هېواد په شمال کې پر نړۍوالو مرستندویه سازمانونو او ملکیانو وسله‌وال بریدونه، جنسي تېري، جبري سرباز ګیرۍ، خپل‌ سرې نیونې، بد چلند، چور او چپاول په بې مخینې توګه لوړ کړل.

دوستم د نورو جګړه مارانو برعکس، هېڅ ثابت او اصولي دریځ نه درلوده. هر ځای یې چې شخصي یا ګوندي ګټه لیدل، هلته یې ائتلاف کاوه او د بل لوري په خلاف یې جګړه پیلوله. که څه هم په یوه مرحله کې یې د عطامحمد نور په وړاندې جګړه وکړه، خو بله مرحله کې یې د ۴ – ۵ زره سرتېرو په مشرۍ له احمدشاه مسعود سره یو ځای د ګلبدین حکمتیار په ضد جګړه کوله.

دوستم د کورنیو جګړو پر مهال، د افغانستان په شمال کې – له بدخشان تر بادغیس پورې – یوه، نیمه‌ خودمختاره اداره جوړه کړې وه چې په هغه کې یې د جنبشۍ پیسو په نوم خپلې ځانګړې پیسې چاپولې.

سره له دې چې زیاتره جنګ‌سالارانو هڅه وکړه د کابل د جګړو پر مهال له تویو شویو وینو خپل لاسونه پاک وښيي، خو عبدالرشید دوستم لا هم د عامو خلکو په ذهنونو کې د هغو خونړیو جګړو اصلي عامل ګڼل کېږي چې له ۵۰,۰۰۰ څخه زیات ملکیان پکې ووژل شول، زرګونه یې ټپیان او میلیونونه نور یې بې‌ کوره کړل.

د افغانستان تاریخ تر ټولو غوره شاهد دی چې دوستم د نورو جنګ‌سالارانو په څېر، له دې خوار او ځورېدلي ولس سره پرته له تباهۍ، وژنو، ویرانۍ او بې‌کوریو بل څه نه ‌دي کړي. د ده ژوند لیک له درغلیو، خیانتونو او له داسې معاملو ډک دی چې د ملت د خوښۍ او آبادۍ لپاره نه، بلکې یوازې د شخصي قدرت د دوام لپاره ترسره شوې.

نن هم د خلکو په ذهن کې د دوستم نوم له داخلي جګړو او جنایتونو سره تړلی دی؛ هغه خلک چې د دې هر څه اصلي قربانيان وو، دوی به هېڅکله دا هېر نکړي چې د جنګ‌سالارانو خودخواه او قدرت‌ طلبه سیاستونو څنګه د دوی راتلونکی تباه کړ.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version