د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د هسپانیې حکومت د اسرائیلو له رافایل تسلیحاتي شرکت سره د ۲۰۷ میلیونه یورو په ارزښت د وسلو د پېر تړون لغوه کړی.

د راپور له‌مخې، په دې تړون کې د پرمختللي پوځي تجهیزات او د الکترو آپټیکل او لیزر سینسرونه شامل وو.

د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز ویلي، دا پرېکړه یې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي او پر صهیونیستي اسرائیلو د فشار د زیاتولو په هدف کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version