د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته ډېری لوړ پوړي چارواکي بهرنيو هېوادونو ته وتښتېدل او هلته يې بیا واک ته د رسېدو او ځان مطرح کولو په هڅه کې د سرپرست حکومت په ضد ځينې جبهات او سیاسي نهادونه ايجاد کړل.

د يادو مخالفو جبهو رهبرانو تر ډېر لنډ وخت پورې په خپلو کې همغږي وښودلی شوه، خو وروسته يې پر يو او بل د بې کفايتۍ، خيانت او جاسوسۍ پردې کش کړې او ځينې یې له ځينو نورو سره يو ځای او ځينو يې جلا خپل خان ته رباب شروع کړ.

په دغه رامنځ ته شویو جبهاتو کې يې يوه د مقاومت جبهې په نوم وه، چې د پرځېدلي جمهوريت مرستيال امرالله صالح یې په لومړیو کې غړیتوب درلود او وروسته یې له يادې جبهې لاره بېله کړه او د «روند سبز » تر چتر لاندې یې جلا جبهه رامنځ ته کړه.

امرالله صالح چې له پخوا څخه د بهرنيو استخباراتي سازمانونو په يوه مرموز جاسوس پېژندل کېږي، هڅه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو او سرپرست حکومت تر منځ فاصلې رامنځ ته کړي، د هېوادوالو رواني ثبات ګډوډ او په خلکو کې يوه لويه بې اعتمادي ترویج کړي، د بې ثباتۍ په دې طرحه کې چې د صالح له خوا جوړه شوې وه، د دیني عالمانو، قومي مخورو، د بهرنيو مؤسساتو د داخلي او او خارجي کارکوونکو او بانفوذه اشخاصو په نښه کول شامل وو.

کله چې د امرالله صالح ل خوا د بې ثباتۍ دا پلان د سرپرست حکومت پر وړاندې بریا ته ونه رسېد، تازه يې د افغانستان د قومونو تر منځ د شخړو، رقابتونو او واټن رامنځ ته کولو پخوانی عادت را تازه کړی.

د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د انتخاباتي کمپاين په جريان کې امرالله صالح د هزاره قوم خورا لوی سپکاوی وکړ او يو ځل یې د رسمي سټېج پر سر وويل: چې هزاره قوم ته به د خپلو پوزو په اندازه حق ورکول کېږي، چې بیا یې پر وړاندې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شو او صالح مجبور شو چې له هزاره قوم نه بښنه و غواړي، همدا راز يې د پرځېدلي جمهوريت پر مهال هزاره قوم ته د ايران مستقيم جاسوسان هم ويلي وو.

په وروستيو کې د هزاره قوم همدې توهين کوونکي امرالله صالح د سرپرست حکومت او هزاره قوم ترمنځ د واټن او بې اعتمادۍ اچولو په خاطر ادعا کړې، چې د سرپرست حکومت استخباراتو یوه ځانګړې څانګه د «هزاره قوم او شیعه مذهب» پر ضد جوړه کړې، څو د نفاق، وېرې او د عدالت‌ غوښتنې روحیې ماتولو له لارې پر هزاره قوم فشار راولي.

امرالله صالح هڅه کوي چې په نړۍواله کچه قومونه بدنام او منزوي کړي، د همدې موخې لپاره يې د روان کال د ثور په اوومه نيټه د «روند سبز» له لارې يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې ويل شوي وو: په افغانستان کې د پښتنو زیاتېدل د روسيې او هغو نورو سیمه ییزو هېوادونو لپاره چې په منځنۍ اسيا کې ستراتيژيکې ګټې لري، يوه پېچلې امنيتي ننګونه ده.

د امرالله صالح دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تازه له پاکستان او ايران څخه زرګونه افغان کډوال را ايستل کېږي او سرپرست حکومت د هېواد په شمال، جنوب، ختیځ او نورو زونونو کې د کډوالو د اوسېدنې لپاره ښارګوټي او کېمپونه جوړوي؛ خو امرالله صالح بیا د خپلو شومو موخو لپاره تبلیغات کوي او غواړي د قومونو ترمنځ بې اتفاقي رامنځ ته کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version