رویټرز خبري اژانس د شمالي کوریا د رسنیو له قوله راپور ورکړی چې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۴ میلیون ځوانانو پوځ کې نوم‌لیکنه کړې او یا پوځ ته راستانه شوي دي.

د رويټرز راپور زیاتوي چې دغو ځوانانو وروسته له هغې پوځ کې د شاملېدو نوملیکنه کړې چې په کوریا ټاپو وزمه کې د ترینګلتیاو د زیاتېدو اندېښنې پیدا شوې دي.

د يادونې وړ ده چې شمالي کوريا د اټومي وسلو لرونکی هغه هېواد دی، چې وخت ناوخت د روسیې په ملاتړ او د امريکا په مخالفت ګواښونه کوي، او خپل بېلابېل قوي تمرينات او خطرناکې وسلې ازمايي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version