د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای سیمه‌ ییز سازمان غونډه د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه تېره ورځ پیل شوې ده چې نن چهارشنبه د تلې ۲۵مه به پای ته ورسېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال «حمدالله فطرت» وړمه ورځ وویل، چې دوی به په دغه سرمشریزه کې د ناظر حیثیت لري او هڅه کوي چې د شانګهای د راتلونکو غونډو برخه و اوسي.

په ورته وخت د پاکستان دولت د شانګهای غونډې د ګډونوالو د امنیت ټينګښت په موخه د دغه هېواد پلازمېنه «اسلام‌اباد» کې عمومي رخصت کړی، دغه ښار ته غځیدلې ټولې لارې یې تړلې دي، او یوازې د پاکستان دولتي رسنۍ د دې غونډې د پوښښ حق لري.

د یادولو ده چې د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا د لوېدیځو متحدینو پر وړاندې د مبارزې په موخه رامنځته شوی دی، د افغانستان په ګډون ایران، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هم د دغه سازمان غړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version