د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري ولاړ نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې مرګونی برید شوی چې نوموړی له دې بریده روغ وتلی.
د امريکا پر پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ باندې يو ځل بيا مرګونی بريد شوی خو نوموړي ته پکې زيان نه دی رسېدلی.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ د فلوريډا ايالت په پالم بيچ کې د ګالف لوبه کوله چې يوه کس ورباندې ډزې وکړې او له ډزو وروسته يې کلاشينکوف پرېښود او په موټر کې يې د تېښتې هڅه وکړه؛ راپورونه وايي چې بريدګر د تېښتې پر مهال نيول شوی دی.
په ورته مهال د امريکا ايف بي آی ادارې هم راپور ورکړی چې پر ډونالډ ټرمپ د بريد په اړه پلټنې پيلوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې هم د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې يوې ټاکنيزې غونډې ته د وينا پرمهال پر ټرمپ بريد شوی و چې مرمۍ يې يو غوږ څټلی و.
خو افغانستان کې ډز نه وي شوی د امنیت شوری، د بښنې نړیوال سازمان د بشر حقونو ارګانونه یو له مخې افغان سرپرست حکومت تر نیوکو لاندې راولي خو د نړۍ اول نمبر زورور هېواد کې دومره شدیده نا امني خوره ده چې ان ولسمشر یې خوندي نه دی، هلته بیا دا ډول خطرناک بریدونه بابیزه ګڼل کېږي نه څوک نیوکه کوي او نه هم دغسې لویې پیښې غندي.
تېر ځل هم پنسلوانیا ایالت کې ډونالډ ټرمپ بچ شو مرمۍ یې د سر په ځای په غوږ برابره شوه.
د امریکا له جان اف کینډ را واخله تر ډونالډ ټرمپ پورې تر مرګونو بریدونو لاندې راغلي چې ډېرو په کې ژوند له لاسه ورکړی.