پر هېواد او ملت باندې د باغیانو زیان او تاوانونه

د حق او باطل ګډول:

کله چې د یو هېواد ټول تمرکز، توجه او مسلکي او بشري ځواک په یوه معینه او مثبته لاره متمرکز وي، بریا به د کور دروازه ټکوي او د سعادت تحفه له ځان سره راوړي.

خو که په دې منځ کې کومه پېښه یا ستونزه را منځته شي او په دې بهیر کې خلل رامنځته کړي، تمرکز به ګډوډ شي، هڅې به ضایع شي، او په پایله کې به وروسته پاتې شو.

د یوه هېواد په یو موټي وجود کې هم، کله چې د حق او باطل تر منځ څرګند او واضح بېلتون وي او صفونه جلا وي، کومه ستونزه نه پېښیږي؛ هر څوک او هر نهاد پوهېږي چې له چا سره مخ دي او څه باید وکړي.د دې ښکاره بېلګه د امریکا لخوا د افغانستان اشغال او د شل کلنې جګړې نښتنه وه، چې پکې دوست او دښمن معلوم وو.

په داسې وختونو کې صفونه مشخص وو، حق غوښتونکي او خدای غوښتونکي د مجاهدینو په صف کې وو، او مزدوران او غلامان د پردیو او دښمنانو په صف کې ځای پر ځای وو.

خو ځینې وخت، د هغو کسانو ترمنځ توپیر او بېلتون چې په دواړو صفونو کې شامل وو او له دواړو دسترخوانونو یې ډوډۍ خوړله، ستونزمن وو.

هغه کسان چې په ظاهر کې یې د وطن دوستۍ طبل وهلو او د دښمن پر وړاندې یې د جهاد نغمه غږوله، خو په پټه د دښمنانو اصلي کارکوونکي وو او اجر او انعام یې ترلاسه کاوه.

د همدغو دوه مخو، بې‌ثباته او بې‌بنیاده کسانو شتون به ګډوډي رامنځته کوله او په لږه اندازه به یې تصمیم نیول ستونزمن کول.

دغه ډله هماغه د ورځې په نرخ ډوډۍ خوړونکي او د دښمن لارویان وو چې په دوو نه بلکې په سلو او زرګونو څهرو کې به راڅرګندېدل او هره شېبه به یې نوې نغمه غږوله او په نوي ډول به یې ګډا کوله.

همدا لامل وو چې حق او باطل به سره ګډ شول او د عمل کولو لپاره به ډېر دقت ته اړتیا وه چې مبادا ناڅاپي او سهواً کوم بې‌ګناه په دې تیاره څاه کې ونه لوېږي.

ځکه چې کله یو انسان د فکري ثبات څخه برخمن نه وي او د خپلو ګټو پر بنسټ هرې خوا ته میل او تمایل ولري، د هغه په وړاندې پرېکړه کول باید په احتیاط سره وشي تر څو کومه تېروتنه رامنځته نه شي.

نو د باغیانو یو له زیان رسوونکو تاوانونو څخه د پرېکړې کولو او چلند کولو ستونزمن کول او د حق او باطل ګډول دي، چې د حق غوښتونکو او د خدای د لارې مجاهدینو لپاره یې ستونزې رامنځته کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version