د شر او فساد په نغري را لوی شوی امرالله صالح د مظلومو هزاره ورونو په مرګ بې له دې چې خفګان وښيي هغوی ته یې ویلي خپلې ستراتیژۍ بدلې کړﺉ؛ طالبانو ته د باج په ځای وسلې وپېرﺉ له محکومیت او مظلومیت ځان خلاص کړﺉ.

امرالله په سینه کې د خنزیر زړه لري، هغه خپلې لوڼې او زامن لکه شهزاده ګانو پالي د استرالیا تر رڼاګانو یې و رسول مګر غریب ولس چې په یوې مړۍ ډوډۍ پسې خواري او مزدوري کوي دا خلک جنګ ته هڅوي.

چې یو څوک د یوې بورۍ اوړو د اخیستلو توان ونه لري او یو چاته ډوډۍ اخیستل اولیت وي نو هغه ټوپک په څه شي واخلي؟ ټوپک د کوم ضرورت پر بناء واخلي؟ ټوپک چا پسې واخلي؟ممکن هزاره ورونه همدې د شر او فساد ډلې وژلي وي، ممکن همدې امرالله صالح وژلي وي، ځکه صالح د کابل پوهنتون محصلین هم په بې رحمۍ له تېغه تېر کړل بیا یې هلته سپین او تور بیرغونه رسنیو ته ښودل چې دا کار طالبانو او داعشیانو یو ځای کړی.

همدې کار یې ولس ته د ده اصلیت وښوده ځکه ولس په دې پوهېده چې طالبان او خوارج اور او اوبه دي خوارج د اسلام له دایرې او پښتني روایاتو بېخي لېري خلک دي.

د دې څخه علاوه یې د مسجدونو ملا امامان شهیدان کړل، په مسجدونو کې یې بمونه والوزول او پړه یې پر طالبانو اچوله چې طالبانو هرګز د دې بریدونو مسولیت نه وو منلی.

دا کارونه همدې فسادي صالح کول، ځکه دی د تېر شر او فساد معسکر کې پاتې شوی بیا یې امریکا، روسیه او برتانیه کې استخبارات لوستي، کله چې دلته د استخباراتو رییس شو نو له یوې مخې یې پښتانه زندانونو ته اچول، کابو د افغانستان ټول زندانونه یې له پښتنو ډک کړل او هر پښتون یې د طالب بودن په جرم زنداني کاوه.

هماغه وو چې د مولوي صاحب یاسر خبره زندانونه ډک کړﺉ چې زندانونه وچوي؛ بالاخره زندانونه وچاودېدل، زندانيان ارګ ته راغلل او ارګ وال خپلو اصلي وطنونو ته په تېښته بریالي شول.

ارګ وال ټول دوه تابعيته او د خارجي هېوادونو استخباراتي مامورین وو، د خپلو بادارانو سره یو ځای یې پښې سپکې کړې او ولس یې له شر او فساد څخه په امن کې شول.

هزاره ورونه پوهېږي چې داعشي خوارج نه خدای لري، نه وطن لري، نه ولس لري، نه جومات پېژني، نه بازار پېژني، نه د ماشوم په مخ یې صله رحمي راځي، نه هم د ښځو په عفت یې رحم راځي، نه پښتون پېژني،نه هزاره، نه سني پېژني، نه شیعه؛ او په ټوله کې د انسان او زنده سر سره یې دښمني ده.

هزاره ورونه پوهېږي چې داعشیانو پښتانه سپین ږیرې، ماشومان، ښځې او نر په بمونو کښېنول او بمونه یې پرې ننګرهار کې انفجار کړل؛ زموږ افغان ولس د دې تراژیدۍ له عمقه خبر دی چې دا کارونه له کوم ځایه سرچینه اخلي؟د امرالله دا خبرې به ولس یو بل کې لا مدغم کړي او دښمن ته به یې صف کې ودروي؛ امرالله خان ددې په عوض چې ولس سره غمشریکي وکړي لا یې په غم اړوي؛ دی غواړي چې طالب سره داسې دښمني وکړي چې دی ناست وي او نور خلک د خپل دې شیطاني هدف لپاره وجنګوي، ولس په غم اخته کړي او دی خپل خبیث فکر تطبیق کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version