یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

د شر او فساد په پوړۍ کې هغه کسان دي چې د هېواد د ټولنیز او سیاسي نظم د ګډوډولو په ارادې سره غواړي چې د اسلامي شریعت په خلاف کړنو او له اسلامي حکومت سره په ټکر لاس پورې کړي؛ که څه هم اسلامي امارت د دوی دې ايډیالوژۍ او هیلو ته تر اوسه د رسېدو او شر جوړولو اجازه نه ده ورکړې؛ خو بیا هم له مغرضو هېوادونو او د شر او فساد د ډلې د لاسونو له لڼدولو چې ځینې هېوادونو ته یې غځولي، څخه باید بې پروا نه شي.

په دې لیکنه کې مو د شر او فساد د پوړۍ د تفکر د شتون منفي او ناوړه اغېزې څېړلې دي، تر څو ملت ته روښانه شي چې په تېرو دریو کلونو کې له باغي فکر سره د اسلامي امارت مبارزه څومره ارزښتمنه او قیمتي وه.

۱. د ټولنیز نظم او ثبات کمزوري کول: الحمدلله چې د شر او فساد جبهې د یوې ورځې لپاره هم د هېواد په هېڅ برخه کې استقرار نه شي موندلی، خو که د دې ډلې(شر او فساد) پر وړاندې د اغېزمنتیا او سسته پالیسي ونیول شي، نو ټولنیز نظم به کمزوری کړي، د دې ناوړه ډلې شتون به د هېواد په برخه کې د افغانانو قوي روحیې ګډوډوي او د دې لامل به شي چې ټولنیز بنسټونه ولړزوي او د افغانانو ترمنځ تفرقه رامنځته شي؛ دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دې وروستيو کې د بهرني اشغال له کړکېچ څخه چې څلوېښت کاله پکې ډوب و، راوتلی دی.

٢. پر اقتصاد باندې منفي اغېزې: د شر او فساد فعالیتونو هغو زیربنایي او بنسټیزو برخو ته د زیان اړولو چې اسلامي امارت یې د بیارغونې او آبادۍ په لټه کې دی او همدارنګه د اسلامي امارت هغو اقتصادي هڅو ته هم د زیان اړولو سبب کېدلی شي چې د اسلامي امارت له لوري ترسره شوي دي.

د سوداګرۍ زیانمنتیا، د پانګونې کمښت او د سوداګرو د عاید کمېدل له نورو اقتصادي پایلو څخه دي چې کولی شي د اقتصادي رکود، په ټولنه کې د فقر د زیاتوالي او په هیواد کې د پانګوالو د مورال د ټیټوالي لامل شي.

٣. د افغانانو ترمنځ یووالي ته زیان:د شر او فساد ډله  قومي، مذهبي، سیاسي او ژبني اختلافاتو ته په لمن وهلو سره په کلکه غواړي چې د افغانانو تر منځ بې اتفاقي او پاشلتیا واچوي.

الحمد لله چې دغه ډله د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې دې ارمان ته نه ده رسیدلې، ځکه چې د دوی تخریبي کړنې د تعصبونو د خپرېدو، د ژورو او اوږدمهاله اختلافاتو د تخم د شیندنې لامل ګرځېده.

دې هر څه د افغانانو یووالی ګواښه او  ټولنیز پیوستون یې د اوږدې مودې لپاره له ماتې او نابودۍ سره مخ کولای شوای. نو د همدې دلایلو له مخې،  لازمه ده چې د هېواد د ننه او بهر د شر او فساد ډلې کسان وپېژندل شي او په کلکه د هغوی د اعمالو سزاء ورکړل شي.

دغه اوسنۍ غښتلې کړنلاره چې افغان حکومت د شر او فساد ډلې پر وړاندې خپله کړې ده (چې دوی یې په نطفه کې له منځه وړي)، یقیناً د داعش په څېر د شر او فساد ډله د له منځه تللو له خطر سره مخ کړې ده او همدا لامل دی چې د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت د ځواک په درک کولو سره،  هره ورځ د مخالفینو پر وړاندې د امنیتي همکاریو وړاندیز کوي؛ دا کار به په نږدې راتلونکې کې له سرپرست حکومت سره په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو د همکارۍ د زیاتېدو لامل شي.

هغه کړنلاره چې افغان حکومت یې اوس مهال د شر او فساد په وړاندې لري، د دې تګلارې دوام د افغانانو اوږده هیله ده چې هېواد ته داسې امنیت راوستل شي.

لله الحمد د اسلامي امارت په واکمېدو سره دا هیله پوره شوې او افغانان خپله اسلامي او وطني دنده ګڼي چې په دې برخه کې له امنیتي ادارو (د دفاع وزارت، استخباراتو عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت) سره همکاري وکړي، د هر ډول بحران او ګډوډۍ په مخنیوي کې به له اسلامي امارت سره د پخوا په څېر کلکه همکاري او د (شر او فساد) د فکر پر وړاندې به مبارزه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version