ملاله يوسفزۍ چې په 2012 میلادي کال کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا وویشتل شوه، د پاکستان استخباراتي ادارې آی‌ایس‌آی ته یو عمیقه دسیسه په لاس ورغله، آی‌ایس‌آی دا ښه موقع ووبلله چې په خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو کې ترې استفاده وکړي، په همدې جریان کې آی‌ایس‌آی په ماهرانه ډول د بهرنیو جاسوسي شبکو توجو ځان ته جلب کړه، خصوصاً د ښځو د حقوقو په برخه کې ښه تبلیغاتي اله وګرځېده.

دا چې ټولو ته بهتره معلومه ده پاکستانې اداره چې واګې یې د فتنه ګر پوځ او بدنامې جاسوسي ادارې آی‌ایس‌آی په لاس کې دي، د ښځو حقوقو نقض او تیریو زیاتي قضيې لري چې له سختو بشري تېریو څخه پاکستاني ښځې کړېږي. که چېرته خبره د ښځو د حقوقو شي، او ملاله يوسفزۍ د حقوقو مدافعه شي، نو ملالې یوسفزۍ ولې د هغو ښځو په حقوقو سترګې پټې کړي چې د پوځ، آی ایس آی او نورو پاکستانيو ادارو د تېریو مستندې قضیې لري؟ دا معلومه او ښکاره خبره ده چې ملاله د غرب، آی ايس آی او فتنه ګر پوځ تبلیغاتي اله او ډرامتیکه ممثله ده.

د بلوچستان او پښتونخوا تور سري مظلومې ښځې بشر نه دي او د تعلیم کولو حق نه لري چې زندانونه پرې ډک دي؟ د وزیرستان ښځې بشر نه دي چې فتنه ګر پوځ یې کورونه، دیني مدرسې او ښوونځي بمبار کړل؟ ملالې یوسفزۍ د آی‌ایس‌آی او فتنه ګر پوځ هغه دسیسه ده چې په پورته بشري جنایتونو یې سترګې پټې کړي.

پاکستاني جاسوسه اداره (آی‌ایس‌آی) ملاله یوسفزۍ اوس د دوه هدفونو لپاره کاروي:
١. یو هدف یې دا چې په ګاونډي هیواد افغانستان باندې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې اتهامات ولګوي او فشار پرې راوړي چې ګواګې په افغانستان کې حاکم اسلامي نظام ښځو ته د تعلیم حق نه ورکوي.
ملاله دې پوهه شي چې اسلامي امارت تېر شل کاله مبارزه د همدې لپاره کوله چې اشغال ختم شي، اسلامي نظام حاکم، نر او ښځو ته د اسلام مبین دین په چوکاټ کې حقوق ورکړي.

٢. دوهم هدف د پاکستان دا دی چې ملاله یوسفزۍ د چندې ټولولو او د بهرنیانو د توجو جلبولو لپاره په دې سخت اقتصادي وضعیت کې استعمال کړي.
په 2012 کال کې ملالې او پلار یې له یوه جرمني تلويزيون سره مرکه کې د افغانستان او پاکستان ځانکړي استازي ريچارد هولبروک څخه د چندې خواست کړى وو، په یاده مرکه کې ملاله یوسفزۍ ريچارد هولبروک ته وایې پاکستان د ښوونځیو د تمویل پیسې نه لري؛ په دې وخت کې ريچارد هولبروک ورته وویل چې مونږ پاکستاني ادارې ته یو میلیارډ دالر ور نه کړل.

له پورته خبرو دا درک لګېږي چې پاکستان د ښځو د تعلیمي حقوقو تر نامه لاندې (د جدي د ۲۳) د اسلامي همکارۍ سازمان له لوري چې په اسلام اباد کې غونډه را غوښتل شوې وه، يواځينۍ موخه یې د ځان لپاره چنده وه، له دې لارې غواړي چې هغوی ته د سوال لمنې وغوړوي او یو څه ناچیزه متاع ترې لاس‌ته راوړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version