د ازموینو ملي اداره وايي، نن یې په کابل کې د سږني کانکور ازموینې د گډوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل کړی دی.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه بهیر دوې ورځې دوام کوي، چې د کابل ښار او ولسوالیو اړوند د ښوونځیو فارغان به د کابل عمومي کانکور ازموینې لپاره یې نوم‌لیکنه کړې، بایومتریک معلومات ثبت شي.: «د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د نظم او داوطلبانو ته د لازمو اسانتیاوو په موخه د ازموینو ملي ادارې تخنیکي کارکوونکي په کابل ښار کې په ۱۵ ځایونو کې تنظیم شوي او گډونوال په ډېرې اسانۍ سره کولی شي اړوند نږدې ځای ته مراجعه وکړي او خپل معلومات ثبت کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې په دویم پړاو کې د کابل عمومي کانکور ازموینه شامله ده چې د راتلونکې چنگاښ میاشتې په لومړۍ نېټه به واخیستل شي.
په تېرو کلونو کې د کانکور ازموینه په یو ځل په ټولو ولایتونو کې اخیستل کېده؛ خو له تېرو څو کلونو راهیسې په هر ولایت کې په جلا ـ جلا توگه د کانکور ازموینه اخیستل کېږي او بریالي شوي زده‌کوونکو ډېر ژر پوهنتونونو ته جذبېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version