هندوکش غږ هغه سند ترلاسه کړی، چې پکې ښکاري په کابل کې د پاکستان سفارت د خپل هېواد ملي بانک ته د یو میلیون، ۳۳ زره او ۵۳۰ افغانیو چیک استولی او ترې غوښتنه یې کړې چې دا اندازه پیسې د برېښنا له درکه د افغانستان د برېښنا شرکت پوروړي دي.
دا سند په تېره مارچ میاشت کې په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا د هغه هېواد ملي بانک ته د خپل مخکې لېږل شوي چیک د تعقیب لپاره لېږل شوی دی. خو دا لا تائید شوې نه ده چې د پاکستان ملي بانک د افغانستان برېښنا شرکت دا پیسې تادیه کړي او که نه.
د هندوکش غږ د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دا موضوع یواځې مالي نه، بلکې حقوقي اړخونه هم لري، ځکه چې تر دې وړاندې په همدې ودانۍ کې د بریتانیا سفارت فعالیت درلود. ویل کېږي چې د ودانۍ د مالکیت، خدماتو د قراردادونو، او مالي مکلفیتونو د انتقال پروسه لا هم بشپړه روښانه شوې نه ده او دې وضعیت د پاکستان سفارت لهخوا د قرضونو د حقوقي تعقیب په برخه کې ستونزې راولاړې کړې دي.
خو د هندوکش غږ د معلوماتو له مخې، د کابل په ګډون په ډېرو نورو ځایونو او هېوادونو کې د پاکستان سفارتونه او استازولۍ میلیونونه ډالره د بېلابېلو خدماتو له درکه د شخصي قراردادي شرکتونو پوروړي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی. د ملي اسعارو ارزښت په پرلهپسې توګه راټیټ شوی، د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کمې شوې، د وارداتو او صادراتو تر منځ کسر ورځ تر بلې زیاتېږي. په هېواد کې د سیاسي بېثباتۍ او خرابې ادارې له امله پانګهوال اعتماد نه لري او ډېرې دولتي ادارې د خپلو داخلي او بهرنیو مالیاتي مکلفیتونو په اداء کولو کې پاتې راغلي دي.