د کورنیو چارو وزارت وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د څو پلټونکو او چاڼیزو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ میله وسلې په فاریاب، څلور میله وسلې او یوه اندازه مهمات په بلخ، یوه اندازه مهمات په پروان او یو میل وسله په سمنګان ولایت کې کشف او ضبط کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه وسلې او مهمات په غیر قانوني بڼه ساتل کېدې.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې، د نیول شویو وسلو په تړاو درې تنه په فاریاب او یو تن د سمنګان ولایت په اړوندو سیمو کې نیول شوی، چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.