د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې دا مهال په هېواد کې د لوی مقياس ۲۹ او د کوچني مقياس د ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي، چې شاوخوا ۱۷۰ زره هېوادوالو ته پکې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې.

د سرچينې په خبره په دې کانونو کې سرپنټين، کرومايټ، تالک، سره زر، ګچ، چونه، آهک، نفرايټ، مرمر، مالګه، سرب، جست، کليست، رخام، ټراورټين، ډبرو سکاره، ياقوت، سیمنټو خام مواد، باريت، اوسپنه، مس او داسې نور منرالونه شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو را وروسته د هېواد په کچه د کانونو د غير قانوني استخراج او قاچاق مخه نيول شوې او په مسلکي او فني استخراج سره یې ترلاسه شوي عوايد د دولت خزانې ته جمع کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version