یو شمېر رسنیو د کانګو هېواد د ولسمشر له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د “مای ندومبه” ولایت د “کوا” په سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوې ده او ۸۰ تنه په دغه پېښه کې مړه شوی دي.

دغه کښتۍ د کانګو پلازمینې “کنشاسا” ته نژدې په یوه سیند کې ډوبه شوې، چې له امله یې ۸۰ تنه مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور ژوندي ژغورل شوی دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دغه کښتۍ د ډیر بار له امله ډوبه شوې ده.

د کانګو ولسمشر د کښتۍ د ډوبېدو د اصلی لامل په موخه د زیاتو څیړنو امر کړی دی، څو لامل یې معلوم او په راتلوونکې کې د داسې پېښو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه هېواد کې تېر کال د جنورۍ په میاشت کې هم یوه کښتۍ د “باسانګوسو” ولایت ته نږدې د “لولونګا” په سیند کې ډوبه شوې وه، چې له امله یې ۱۰۰ تنه ډوب شوي و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version